Home » دسته‌بندی نشده » اریانا د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي
اریانا هوايي شرکت

اریانا د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي

اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د روان کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه به د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي.

د دغه شرکت په وینا، د دې الوتنو په پیل سره به د کندهار اوسېدونکو او سوداګرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي.

شرکت همداراز زیاتوي چې مسافر کولای شي د یادې لارې ټکټونه د شرکت له مرکزي دفتر، رسمي څانګو، سیاحتي شرکتونو او په هوايي ډګرونو کې د آریانا له اړوندو څانګو ترلاسه کړي.

ماریا نیازۍ


شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قطر د منځني ختیځ د بلې جګړې مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي

د قطر لومړی وزیر او ...