رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې د هوايي ټرافیک د کنټرول په سیسټم کې د تخنیکي ستونزې له امله د ټول هېواد په کچه د الوتنو له ځنډولو وروسته، د الوتنو د بیا پیل اجازه ورکړې ده.
د امریکا د ټرانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، چې د جمعې په ماښام د دغه هېواد هوايي حریم بېرته پرانیستل شوی، خو د الوتنو د عادي کېدو لپاره به وخت ته اړتیا وي.
د راپور له مخې، د دې تخنیکي ستونزې له امله تر ۶ زره او ۶۰۰ ډېرې الوتنې لغوه او ۸ زره او ۶۰۰ نورې ځنډېدلې وې، چې له امله یې لسګونه زره مسافر په هوايي ډګرونو کې بند پاتې شوي وو.
دې پېښې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې په امریکا کې د الوتنو تر ټولو اوږد سراسري ځنډ رامنځته کړی دی.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس