اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د روان کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه به د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي.
د دغه شرکت په وینا، د دې الوتنو په پیل سره به د کندهار اوسېدونکو او سوداګرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ به د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي.
شرکت همداراز زیاتوي چې مسافر کولای شي د یادې لارې ټکټونه د شرکت له مرکزي دفتر، رسمي څانګو، سیاحتي شرکتونو او په هوايي ډګرونو کې د آریانا له اړوندو څانګو ترلاسه کړي.
ماریا نیازۍ
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس