غږیزه ککړتیا د چاپېریال له هغو ستونزو څخه ده چې د کابل د ګڼو اوسېدونکو ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. د موټرونو د هارنونو پرلپسې غږونه، تبلیغاتي لوډسپیکرونه او نور له شوره ډک فعالیتونه د ښار ارامښت ګډوډوي او په پلازمېنه کې د ژوند پر یوې جدي ستونزه بدل شوي دي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پېرودونکو د پام رااړولو او د توکو د پلورلو لپاره د لوډسپیکرونو کارول په ډېرو مواردو کې د ځوروونکو غږونو د رامنځته کېدو او د ښاریانو د ارامښت د له منځه تلو لامل کېږي.
د کابل یو تن اوسېدونکی عیسی وايي چې د ورځې په اوږدو کې د لوډسپیکرونو پرلپسې کارول خلک له عصبي ستونزو سره مخ کوي. هغه زیاتوي: «دا غږونه د دې لپاره دي چې خپل توکي وپلوري او پېرودونکي پیدا کړي خو کله چې ټوله ورځ له لوډسپیکرونو څخه کار اخلي، خلکو ته ستونزې جوړوي. دغه غږونه د خلکو اعصابو ته زیان رسوي، په داسې حال کې چې دوی له دې ډول شور پرته هم خپل توکي پلورلای شي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی احمد شاه هم وايي چې د ځینو کسانو له خوا د نورو د حقونو نه مراعتول په ښار کې د غږیزې ککړتیا د زیاتېدو لامل شوي دي.
نوموړی رویداد خبري اژانس ته وايي: «قانون نه مراعتوي او نورو ته ستونزې جوړوي. کله چې له دې ځایه تېرېږم، د خپل ټیلیفون غږ هم نه شم اورېدلی. کارګران باید نورو ته مزاحمت ونه کړي. هیله لرم چې زموږ خلک له دې ستونزو خبر شي او درک یې کړي.»
د چاپېریال ساتنې کارپوهان خبرداری ورکوي چې کابل کې غږیزه ککړتیا د ښاریانو د ځورونې تر څنګ د هغوی د جسمي او رواني ناروغۍ لامل هم کېږي.
د پوهنتون ښوونکی حبیبالله طاهري وايي، نقلیه وسایط، ودانیز او سوداګریز فعالیتونه، جنراټورونه، صنعتي او تولیدي فعالیتونه، دغهراز د پیاوړو لوډسپیکرونو په وسیله د مراسمو او محفلونو جوړول په کابل کې د غږیزې ککړتیا له اړینو سرچینو څخه دي.
د نوموړي په وینا، د ښاري ټرافیک مدیریت، د موټرو د نااړینو هارنونو د کارولو مخنیوی، د نقلیه وسایطو تخنیکي معاینه، د موټرو د انجنونو او سلنسرونو د غږ کنټرول او د تګ راتګ د لارو تنظیمول د غږیزې ککړتیا په کمولو کې اغېزمن ثابتېدای شي. دغهراز، د جنراټورونو پر ځای له لمریزې انرژۍ څخه ګټه اخیستل د دې ستونزې د کمولو یوه بله لاره ده.
ورته مهال، ډاکټران په دې باور دي چې غږیزه ککړتیا د اورېدلو پر سیستم، په ځانګړې توګه د غوږونو پر هغو عصبي رشتو اغېز کوي چې د غږونو د اورېدلو دنده پر غاړه لري او هغه زیانمنوي.
د غوږ، پزې او ستوني متخصص ډاکټر شفیقالله شفق په دې اړه وايي: «غږیزه ککړتیا په غوږونو کې د بېلابېلو ستونزو لامل کېدای شي. دا ډول ناروغان په غوږونو کې د اضافي غږونو له شتون څخه شکایت کوي او د وخت په تېرېدو سره د اورېدو وړتیا کمولای شي. اوږدې مودې لپاره له دې حالت سره مخامخ کېدل د وخت په تېرېدو د دې لامل کېدای شي چې انسان د اورېدلو وړتیا له لاسه ورکړي چې موږ ورته عصبي کوڼوالی وایو. دا هغه حالت دی چې درملنه هم نه لري.»
نوموړی زیاتوي، د اورېدلو هغه زیانونه چې د غږیزې ککړتیا له امله رامنځته شوي، که لنډمهاله وي، د درملنې وړ دي خو که دا حالت دوام وکړي او یو کس د اوږدې مودې لپاره د غږیزې ککړتیا له اغېزو سره مخ وي نو نه جبرانیدونکو بدلونونو رامنځته کولای شي؛ ځکه د هغه په وینا، په غوږ کې چې کومې عصبي رشتې دي، که خپل کیفیت له لاسه ورکړي، بېرته نه جوړېږي.
بلخوا، د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي چې د غږیزې ککړتیا پر وړاندې مبارزه، د عملي اقداماتو ترڅنګ د ټولنیزو چلندونو بدلون او د ښاریانو همکارۍ ته هم اړتیا لري.
د کابل ښاروالۍ د اړیکو مسوول نعمتالله بارکزی وايي، دغه اداره له هغو کسانو سره قانوني چلند کوي چې د لوډسپیکرونو کارولو غږیزه ککړتیا رامنځته کوي.
نوموړی زیاتوي: «غږیزه ککړتیا د ښار له کلتوري وضعیت سره مستقیم تړاو لري او اړتیا ده چې د عملي اقداماتو ترڅنګ په کلتوري برخه کې هم کار وشي. هر کله چې د کابل ښاروالۍ ګزمې له هغو کسانو سره چې غږیزه ککړتیا رامنځته کوي مخ شي، ورسره قانوني چلند کوي. د کابل ښاروالۍ د تېر کال په اوږدو کې زرګونه لوډسپیکرونه راټول کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.»
د کابل ښاروالۍ مسوولین له ښاریانو څخه هم غوښتنه کوي چې له هغو کسانو څخه چې د لوډسپیکرونو کارولو له لارې غږیزه ککړتیا رامنځته کوي، توکي ونه پېري او د هغوی د فعالیتونو ملاتړ ونه کړي. هغوی ټینګار کوي چې د خلکو په همکارۍ هڅه کوي چې کابل ښار کې دغه ستونزه له منځه یوسي.
غږیزه ککړتیا یوازې په کابل پورې محدوده نه ده، بلکې په ټوله نړۍ کې هم د چاپېریال او د عامې روغتیا له اړینو ننګونو څخه ګڼل کېږي. د روغتیا نړيوال سازمان هم ټینګار کړی چې انسان باید ډېر داسې چاپيریال سره چې هلته غږیزه ککړتیا ډېره وي، مخ نه شي. د دغه سازمان د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد او سل میلیونه کسان د اورېدلو د وړتیا د کمېدو له خطر سره مخ دي.
راپور: عاطفه فرهمند
ژباړه: فوزیه حسنخېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس