Home » سیمه او نړی (page 90)

سیمه او نړی

پاکستان: افغانستان کې له بدلون وروسته پاکستان د ترهګرۍ له خطر سره مخ شوی

د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټېټيوټ په خپل تازه راپور کې چې ډان ورځپاڼې خپور کړی ويلي، افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واک ته رسېدو سره په پاکستان کې ترهګريز بريدونه زيات شوي دي. د ياد انسټېټيوټ د موندنو له مخې، د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ...

Read More »

پوتين له اوکراين په نيول شوو څلورو سيمو کې مارشلا اعلان کړې

د روسيې ولمسشر ولاديمير پوتين د اوکراين په څلورو هغو سيمو کې مارشلا اعلان کړې، چې تېره مياشت يې په خپله خاوره کې الخاق کړي دي. نوموړي پرون چهارشنبه ناوخته د (تلې په ۲۷مه) د ملي امنيت شورا ناستې ته ويلي چې په خېرسون، ډونېڅک، لوهانسک او زاپورېژيا کې يې ...

Read More »

امريکا: د ټي‌ټي‌پي او نورو توندلارو ډلو پر ضد اقدامات د پاکستان زمواري ده

امريکايي چارواکو په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د نااميو وروستيو پېښو ته په اشارې سره ويلي، چې دغلته د ترهګرۍ خلاف عمل د پاکستان مسووليت دی. د امريکا بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وېډنټ پټېل خبريالانو ته ويلي، چې پاکستان بايد د خپل مسووليت له مخې د تحريک ...

Read More »

هند راتلونکی کال په پاکستان کې د کرکټ اسيا جام سيالۍ تحريم کړې

د هند کرکټ بورډ اعلان کړی، چې ملي لوبډله به يې په راتلونکي ۲۰۲۳ زېږديز کال کې په پاکستان کې د ترسره کيدونکي اسيا جام سيالۍ ونه لوبوي. له دې وړاندې ځينو رسنيو داسې ناتائيد شوي راپورونه خپاره کړي وو، چې کواکې د هند کرکټ بورډ نه غواړي ملي لوبډله ...

Read More »

نيکول پاشينيان: اذربايجاني سرتيرو بيا پر ارمني سرتېرو بريد کړی

د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ادعا کړې، چې د اذربايجان سرتېرو پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) يو وار بيا په ګډه پوله کې پر ارمني سرتېرو بريد کړی دی. نوموړي زياته کړې د بريد پرمهال اذربايجاني سرتېرو پولې ته څېرمه سيمه په درنو وسلو ويشتې او مالي زيانونه ...

Read More »

امريکا: پر عراق د ايران وروستی بريد د دې هېواد د حاکميت نقض دی

امريکا د ايران هغه هوايي بريد غندلی، چې پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) يې د عراق په خاوره کې دننه پر کرد ميشته سيمه کړی دی. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس په دې اړه ويلي، چې د ايراني ځواکونو پروني هوايي بريد کې ملکي وګړي وژل ...

Read More »

پاکستان کې پر چينايي وګړو د بريد له امله يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي

د پاکستان سند ايالت په کراچۍ کې پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) د چينايي وګړو پر يوه روغتيايي کلينيک وسله‌وال بريد شوی، چې په ترڅ کې يې يو چينايي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې، وسله‌وال بريدګر لومړۍ د ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې ځانمرګي بريد ۲۱ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې پرون سې‌شنبه د (تلې په ۵مه) د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر کاروان ځانمرګی بريد شوی او په ترڅ کې يې ۲۱ پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي. د پاکستان پوځ که څه هم د ياد بريد په اړه څه ...

Read More »

شمالي او جنوبي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيان متعدد بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې يادو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده. وسله‌والو تېره شپه د جنوبي وزيرستان اړوند په اعظم ورسک نومې سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر پوسته بريد کړی او په کې يې ...

Read More »

اروپايي ټولنه: ايران کې د لاريونوالو پر وړاندې زور کارول د توجيې وړ نه دي

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزيف بوريل په ايران کې د لاريون کوونکو پر وړاندې د زور زياتي په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د ايراني پوليسو له لوري د لاريون کوونکو پر وړاندې زور کارول د توجيې وړ عمل نه دی. جوزيف بوريل دا ...

Read More »