Home » سیمه او نړی (page 89)

سیمه او نړی

د امريکا په شيکاګو کې د ازادۍ پر جشن د بريد له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امريکا په شيکاګو ايالت کې پرون دوشنبه ناوخته د (چنګاښ په ۱۳مه) د ازادۍ جشن نمانځنې پرمهال د وسله‌وال بريدګر له لوري پر خلکو ډزې شوي. پوليسو ويلي چې ډزې د رابرټ يي کريمو په نوم يوه ۲۲کلن هلک کړي او په ترڅ کې يې ۳ تنه وژل شوي ...

Read More »

د کاراکالپاکستان په نااراميو کې ۱۸کسان وژل شوي او ۲۴۰ ټپيان دي

د ازبکستان چارواکو تائيد کړې چې په کاراکالپاکستان (قاراقالپاکستان) کې د امنيتي ځواکونو پر شمول عامو خلکو ته هم د روانو ناارامنيو په ترڅ کې زيان اوښتی دی. د ازبکستان د لويې څارنوالۍ وياند ابرار ممات‌اوف نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) د نوموړي هېواد ۲۴ ټلوېزيون ته ويلي، چې ...

Read More »

روسيې ځواکونو په اوکرايني کې د ليسيچانسک سيمې د نيولو ادعا کړې

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې روسي ځواکونو له اوکرايني ځواکونو څخه د ليسيچانسک په نوم سيمه نيولې او په بشپړه توګه يې تر خپل کنټرول لاندې کړې ده. د راپور له مخې، د روسيې دفاع وزير سرګي شوېګو ولسمشر پوتين ته د اوکراين جګړې په اړه راپور وړاندې کړی ...

Read More »

ډنمارک کې وسله‌وال کس درې تنه وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي

د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن په يوه سودګريز مرکز کې يوه کس چې وسله‌ ورسره وه پر خلکو ډزې کړي. د ډزو په ترڅ کې ۳ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. په کوپنهاګن کې د پوليسو مشر سويرين توماسن ويلي، چې بريد د يوه ۲۲ کلن ...

Read More »

پاکستان کې د بس چپه کېدو له امله ۱۹تنه مړه شوي

د پاکستان جيو نيوز ټلوېزيو نن يک‌شنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) راپور ورکړی، چې د بلوچستان ايالت په شيراني ولسوالۍ کې مسافر وړونکی بس کندې ته لوېدلی او په کې ۳۱ سوارليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې، بس له راولپنډۍ څخه د کووټې پر لور روان ...

Read More »

هند کې د پاڼ ښويېدنې له امله ۲۶ تنه مړه شوي

فرانس پرېس اژانس راپور ورکړی چې د هند په مني‌پور ايالت کې د اورګاډي يوې پروژې د ساتونکو پر کمپ د خاورو پاڼ ښويېدلی او په ترڅ کې يې ټول‌ټال ۲۶ کسان مړه شوي دي. د راپور له مخې، پاڼ د هند د پوځ اړوند د هغې نظامي قطعې پر ...

Read More »

په سرېلانکا کې تېل خلاص شوي عادي ژوند درېدو ته نږدې شوی

د سرېلانکا ډيلي ميرر ورځپاڼې پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۶مه) راپور ورکړی، چې په دې هېواد کې تېل خلاص شوي دي او د خلکو عادي ژوند ښايي په ټپه ودرېږي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، دامهال د سرېلانکا د تېلو په ذخيره کې ټول‌ټال ۱۱سوه ټنه پټرول او ...

Read More »

د امريکا په ټکزاس کې له يوې کانټينري لارۍ ۴۶ مړي ترلاسه شوي

د امريکا په ټکزاس ايالت کې پوليسو له يوې کانټينري لارۍ څخه د پلټنو پرمهال د ۴۶ کسانو جسدونه ترلاسه کړي دي. نيويارک ټايمز ورځپاڼې په دې اړه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې پر يادو جسدونو سربېره د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه نور هم په خورا خراب ...

Read More »

برېتانيې کرونا ته د ورته وباوو مخنيوي لپاره د صندوق جوړولو وړانديز کړی

د برېتانيې لومړي وزير بوريس جانسن د يوه داسې ځانګړي مالي صندوق د جوړولو وړانديز کړی، چې وکولی شي په نړۍ کې کرونا ته د ورته راتلونکو وباوو په مخنيوي بېړنی عملی وکړي. نوموړي د لويو اقتصادي هېوادونو په G7 غونډه کې د دې وړانديز ترڅنګ، له دې مالي منځګړي ...

Read More »

پاکستان: له ټي‌ټي‌پي سره د سولې هره هوکړه به د قانون په چوکاټ کې وي

د پاکستان يوې معتبرې حکومتي سرچينې د دې هېواد اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته ويلي، حکومت پرېکړه کړې چې له تحريک طالبان پاکستان سره به د سولې هر ډول هوکړه د پاکستان د قانون په چوکاټ کې کوي. دې سرچينې ويلي، چې دا پرېکړه پرون چهارشنبه د پاکستان ملي امنيت شورا ...

Read More »