Home » سیمه او نړی (page 110)

سیمه او نړی

ملګرو ملتونو؛ د غندنې ترڅنګ په ميانمار کې د ملکانو وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په ميانمار کې پر ملکي وګړو د بريد وروستۍ پېښه چې د تېرې جمعې په ورځ رامنځته شوه او په کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي، وغندله او دا يې بوږنوونکې غميزه ياده کړه. ملګرو ملتونو پرون سې‌شنبه د (مرغومي په ۷مه) د يوې اعلاميې په ...

Read More »

اسرائيلو د سوريې پر يوه مهم بندر د توغنديو بريد کړی

د سوريې دولتي خبري اژانس خبر ورکړی چې د نن سې‌شنبه (مرغومي په ۷مه) اسرائيلي ځواکونو د دغه هېواد پر مهم لاذقيه بندر څو توغندي ويشتي دي. د راپورونو له مخې په دې بريد کې بندر ته څېرمه د ودانيو په خرابېدو سره مالي زيان اوښتی، خو د ځاني زيان ...

Read More »

اوکراين کې عامو خلکو د روسيې له احتمالي بريد د دفاع په موخه پوځي تمرينونه پيل شوي

په داسې حال کې چې د اوکراين او روسيې ترمنځ پر پوله لا هم لانجې دوام لري، تازه په اوکراين کې د روسيې احتمالي بريد د دفاع په موخه يو شمېر عامو خلکو ته پوځي تمرينونه پيل شوي دي. په دې پوځي تمرينونو کې د پوهنتون محصلان، څېړونکي او ترکاڼان ...

Read More »

پوتين: د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله د امنيتي تهديدونو اندېښنه پر ځای ده

د روسيې ولسمشر ولادي مير پوتين يو وار بيا د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د امنيتي تهديدونو په اړه اندېښنه ښودلې زياته کړې يې ده، چې ياد تهديدونه د روسيې متحدانو پر وړاندې ننګونه ده. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر پوتين دا څرګندونې د ...

Read More »

سوماليې ولسمشر د لومړي وزير دنده ځنډولې؛ خو لومړی وزير يې کودتاه بولي

د سوماليې ولسمشر محمد عبداللهي اعلان کړی چې د يو لړ څېړنو په ترڅ کې داسې شواهد موندل شوي، چې ښيي د دغه هېواد لومړی وزير حسېن روبل پر فساد ککړ دی. نوموړي په دې اړه يوه اعلاميه کې چې نن دوشنبه د (مرغومي ۶مه) يې خپره کړې ويلي، څېړنې ...

Read More »

د سعودي په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په يمن کې د هوثيانو پر مرکز هوايي بريد کړی

د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلافي ځواکونو پرون يک‌شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خبر ورکړی چې په يمن کې يې د هوثي وسله‌والو پر مرکز هوايي بريد کړی دی. دې اېتلاف ويلي، تازه هوايي بريد يې په پلازمېنه صنعا کې د التشريفات په نوم د هوثي وسله‌والو د وسلو پر ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د بېلابېلو بريدونو پرمهال ۸ پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزيرستان کې د درېيو بېلابېلو وسله‌والو بريدونو په ترڅ کې ۸ تنو پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ويلي چې دغه بريدونه د شمالي وزيرستان اړوند په (شوې) سيمه کې شوي دي. ځايي چاروکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، په يادو درېيو ...

Read More »

محکمې د تونس پخوانی ولسمشر په غيابت کې پر ۴ کاله بند محکوم کړی

د تونس دولتي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر منصف مارزوکي په غيابت کې د محکمې له لوري په ۴ کال بند محکوم شوی دی. پر نوموړي تور دی چې له هېواد بهره د تونس اوسني نظام د کمزوري کولو لپاره کار کوي او د نوموړي دې ...

Read More »

اېتوپيا حکومت د اوربند په اړه د ټېګري وسله‌والو وړانديز رد کړ

په داسې حال کې د اېتوپيايي ځواکونو په دې هېواد کې ټېګري وسله‌وال په شا تمبولي، يادو وسله‌والو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د لومړي وزير ابي احمد په مشرۍ د اېتوپيا حکومت ته د اوربند وړانديز کړی. دغه وړانديز د تېرې دوشنبې په ورځ د ټېګري د خلکو ...

Read More »

د روغتيا نړيوال سازمان د کريسمس مراسمو د لغوه کولو وړانديز کړی

د روغتيا نړيوال سازمان يا WHO په نړۍ کې د کرونا نوې بڼې يا اومېکرون په چټکه توګه له خورېدو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې په پراخه کچه د يادې ناروغۍ خورېدو په ترڅ کې د احتمالي مرګ ژوبلې مخنيوي په موخه، اړتيا ده چې د کريسمس مراسم ...

Read More »