Home » سیمه او نړی (page 88)

سیمه او نړی

عمران خان راتلونکې چهارشنبه اسلام‌اباد ته اعتراضيه حرکت پيلوي

د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان اعلان کړی چې د روانې می په ۲۵مه د چهارشنبې په ورځ به، د خپلو پلويانو له يوه لوی کاروان سره اسلام‌اباد ته اعترضيه حرکت پيل کړي. نوموړي دغه اعلان پرون يک‌شنبه د (غبرګولي په لومړۍ) په پېښور کې د يوه خبري کنفرانس ...

Read More »

روسي ځواکونو په ماريوپول کې د ازوسټال پر پولادو فابريکې بشپړ واک ترلاسه کړ

د روسيې دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراين په مهم بندري ښار ماريوپول کې يې د پولادو عمده فابريکه نيولې او ولکه يې پرې ټينګه کړې ده. د روسيې دفاع وزارت وياند اېګور کوناشينکوف پرون جمعه د (غويي په ۳۰مه) يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دا فابريکه وروسته ...

Read More »

د مريم نواز په اړه د عمران خان تازه څرګندونې بې اخلاقي بلل شوې

د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مريم نواز په نښه کړې او د نوموړي دا څرګندونې له اخلاقي پلوه ناسمې بلل شوي دي. عمران خان پرون جمعه د (غويي په ۳۰مه) د پنجاب ايالت په ملتان کې ...

Read More »

روسيه؛ فنلنډ ته د ګازو صادرول بندوي

وروسته له هغې چې په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سوېډن د غړيتوب بحث خورا ګرم شوی، ورسره سم د روسيې ګازپروم شرکت اعلان کړی چې فنلنډ ته د ګازو صادرول بندوي. د دې شرکت اجرائيه رئيس مايکا ويليانين پرون رسنيو ته ويلي، چې دغه کار به سره له ...

Read More »

زلينسکي: له روسيې بېرته نيول شول شوي ښارونه يوـ يو نيسو

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي، چې په وروستۍ موده کې اوکرايني ځواکونو د روسي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. نوموړي ويلي چې د ماريوپول په شمول په ګڼو سيمو کې اوکرايني سرتېرو روسي سرتېري په شا تمبولي او په خبره يې د ...

Read More »

ايران او تاجکستان د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې پر سولې ټينګار کړی

د ايران د پوځ لوی درستز محمد باقري تاجکستان ته د خپل سفر په دويمه ورځ، نن چهارشنبه د (غويي په ۲۸مه) د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره لېدلي او د افغانستان وضعيت په اړه يې ورسره بحث کړی. باقري ويلي، افغانستان د تاجکستان او ايران د ...

Read More »

روسيه: د جګړې په ترڅ کې ۲۶۵ اوکرايني سرتېري تسليم شوي

د روسيې دفاع وزارت خبر ورکړی چې د اوکراين په ماريوپول ښار کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې او په ترڅ کې يې روسي ځواکونه د پرمختګ په کولو توانېدلي دي. د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې د يادې جګړې په ترڅ کې ۲۶۵ تنه ...

Read More »

د جمعي امنيت تړون غړي: په افغانستان کې موجوده ناامني منځنۍ اسيا ته خطر دی

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې جمعي امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې د ناامنۍ څپه د منځنۍ اسيا او په ځانګړې توګه د يادو تړون غړو هېودونو لپاره د خطر زنګ دی. د دې تړون غړو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې ټينګار شوی، چې له افغانستان ...

Read More »

اردوغان په ناټو کې د فنلنډ او سوېډن د غړيتوب په اړه مخالفت ښودلی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان يو وار بيا په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سوېډن غړيتوب په اړه مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي چې ياد هېوادونه د اوس لپاره د دې سازمان غړي نه شي کېدای. نوموړي پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) په انقرې کې ...

Read More »

پاکستان د ټي‌ټي‌پي دوه مهم غړي خوشي کړي

يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو، پښتونخوا او بلوچستان کې د فعالې تحريک طالبان پاکستان ډلې دوه مهم غړي له زندان ازاد کړي دي. دې سرچينو زياته کړې، دامهال په افغانستان کې د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ د سولې مذاکرات دوام ...

Read More »