د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرامپ پر ده د لګول شویو ۳۴ تورونو په تړاو محکمې ته ځان بې ګنا بللی دی. دا تورونه له رایه ورکوونکو نه د خپل ځان په اړه د داسې معلوماتو پټ ساتلو لپاره په مالي اسنادو کې د جعلکارۍ په اړه دي چې ده ...
Read More »ایران سره پولې ته څېرمه څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي
پاکستاني پوځیانو ویلي چې له ایران سره د دې هیواد پولې ته نږدې د وسله والو کسانو په برید کې د دغه هیواد څلور سرتیري چې په ګزمه بوخت وو، وژل شوي دي. پاکستانیو رسنیو د پاکستان د پوځ په حواله خبر ورکړی چې دا برید د بلوچستان د کیچ ...
Read More »د مصنوعي ذهانت پر وړاندې غبرګونونه
د ایټالیا د معلوماتو د ساتنې ادارې د جمعې په ورځ د مارچ۳۱مه وویل چې د چټ جې پي ټي له لوري د کاروونکو د شخصۍ حریم د سرغړونې په باب یې څېړنې پیل کړي دي او د دغو تحقیقاتو د پایلو تر څرګندېدو پورې دا پلټفارم په ایټالیا کې ...
Read More »د امریکا – کاناډا پولې ته څېرمه سیند کې د ۸ کډوالو مړي موندل شوي
د امریکا او کاناډا ترمنځ پولې ته څېرمه په سنټ لورېنس سیند کې د دوو ماشومانو په ګډون د اتو کډوالو مړي موندل شوي دي. چارواکو ویلي دغه کسان له کاناډا په ناقانونه توګه امریکا ته د اوښتو د هڅې پر مهال ډوب شوي دي. له دوی د ۶ تنو ...
Read More »پاکستان کې د مرستو وېش؛ ټیل ماټیل کې ۱۱ تنه مړه شوي دي
په پاکستان کې د وړیا اوړو د ویش پر مهال په ټیل ماټیل کې ۱۱ تنه مړه شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي چې اته تنه په خیبرپښتونخوا او ۳ نور د پنجاب په ولایت کې مړه شوي دي. پاکستان چې د نغدو پیسو د جدي کمښت سره مخ دی، تېره ...
Read More »هند؛ مذهبي مراسمو کې د چت نړېدو له کبله ۳۵ کسان وژل شوي
هندي چارواکي وايي، د دې هېواد مرکزي برخه کې د یوه معبد سقاوې دېوال نړېدو له کبله لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. حکومتي چارواکي وايي، پېښه پر پنجشنبه داسې حال کې رامنځته شوه، چې د اندور سیمې په یوه معبد کې یو ځای ...
Read More »د ترکیې پارلمان په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب لپاره هواره کړه
له دې سره په دې غربي پوځي ايتلاف کې د غړیتوب لپاره د فنلنډ په وړاندې د اوږدې مودې خنډ لیرې کړای شو. د ترکیې د پارلمان ټولو ۲۷۶ حاضرو غړو د فنلنډ په پلوي رایه ورکړه. تر دې څو ورځې مخکې د هنګري پارلمان هم ورته مثبته رایه ورکړې ...
Read More »پاکستان کې په دوو پیښو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان پولیس په خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو وسلهوالو په برید او ماین چاودنه کې د څلورو پولیسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د پولیسو سیمهییز مشر اشفاق خان ویلي، چې څلور پولیس نن سهار وختي لکي مروت ښارګوټي ته پر لاره ...
Read More »په دو ورځو کې تر ۵۵۰۰ ډېر کډوال ایټالیا ته رسېدلي دي
د ايټاليا حکومت د معلوماتو له مخې تېره اونۍ ۵۵۷۳ کډوال د دغه هېواد جنوبي ساحلونو ته رسېدلي دي. د شمېرو له مخې د جنورۍ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۷ زره کډوال راجستر شوي چې د تېر کال په پرتله کابو څلور چنده دي. د مدیترانې لارې ...
Read More »پاکستان د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي
پاکستان ویلي دي چې روانه اوونۍ د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي. د امریکایي ولسمشر جو بایډن ادارې ۱۲۰ نړیوالو مشرانو ته د مارچ پر ۲۹مه او ۳۰مه په واشنګټن کې په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د کوسټا ریکا، ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس