حماس اعلان کړی چې د اوربند وروستي وړاندیز ته یې د اسراییلو وروستی ځواب ترلاسه کړی او له کتنې وروسته به خپل ځواب اعلان کړي.
د حماس د سیاسي څانګې مرستیال خلیل الحیه په یوه بیان کې ویلي: “حماس د اسراییلو هغه رسمي ځواب ترلاسه کړی چې د اپریل په دیارلسمه د مصر او قطر په منځګړیتوب وړاندیز شوي اوربند ته تازه مطرح شوی دی.”
هغه دا هم ویلي چې حماس به د هر ډول ځواب ورکولو مخکې د اسراییلو پیغام وڅېړي.
رویټرز خبري اژانس نن شنبې د ثور ۸مه د دغه خبر په خپرولو سره لیکلي چې د مصر یو پلاوی پرون دغه هېواد ته تللی چې له اسراییلي چارواکو سره خبرې وکړي.
د سفر موخه د یرغمل شویو بیرته راستنیدل او شخړې پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره لاره موندل دي.
خو رویټرز د یوه مصري چارواکي له قوله ویلي، چې د اسراییلو په ځواب کې نوی وړاندیز نه لري.
د ویلو ده چې د دې جګړې له امله تر دې دمه له ۳۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.