Home » سیمه او نړی » ګوتریش: اسراییل او حماس باید د سیمې او نړۍ د خلکو د هوساینې لپاره روغه وکړي

ګوتریش: اسراییل او حماس باید د سیمې او نړۍ د خلکو د هوساینې لپاره روغه وکړي

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، انتونیو ګوترش په غزه کې د بیا مزاکراتو په اړه له اسراییلو او د حماس له مشرانو څخه غوښتي چې روغه وکړي.

ښاغلي ګویترش پرون سې‌ شنبې د ثور ۱۱مه په خپله اېکس پاڼه د یو پيغام په خپرولو دا غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي له دوی څخه غوښتي، چې د غزې د خلکو، نیول شوو کسانو او د سیمې او نړۍ لپاره روغه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د حماس یو پلاوی د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېد چې په غزه کې د دې ډلې د اوربند وړاندیز ته د اسراییلو د غبرګون په اړه خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي چې په غزه کې وړاندیز شوی اوربند دوه پړاوونه لري. د دې راپور له مخې لومړی به د اسراییلو په زندانونو کې د بندیانو د خلاصون په بدل کې شاوخوا څلوېښت یرغمل شوی کسان خوشي شي.

د اوربند په دویمه مرحله کې د «دایمي ارامۍ دوره» شامله ده چې د دایمي اوربند لپاره د حماس غوښتنې ته د اسراییلو توافق ته اشاره کوي.

دې سرچینې رویټرز ته ویلي چې له لومړۍ مرحلې وروسته به اسراییل د غزې د جنوب او شمال ترمنځ ازاد تګ راتګ او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د جزوي وتلو اجازه ورکړي.

په غزه کې د اوربند لپاره خبرې اترې د مصر او قطر په منځګړیتوب او د امریکا په ملاتړ روانې دي.

د امریکا ولسمشر، جو بایډن د مصر او قطر له مشرانو غوښتي چې د اسراییلي یرغمل شويو بندیانو د خوشې کولو لپاره دې هر ډول هڅې وکړي او غزې ته د اوربند د ټینګښت او د بشري مرستو د رسولو په لاره کې یوازینی خنډ د یرغمل شویو بندیانو نه خلاصون ګڼي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

بلینکن په رفح کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د اسراییلو پلان ناسم وباله

د امریکا د بهرنیو چارو ...