Home » سیمه او نړی (page 42)

سیمه او نړی

ټرمپ: امریکا به له بایډن سره په درېیمه نړیواله جګړه کې ښکېله شي

د امریکا مخکني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې د اوسني ولسمشر، جو بایډن سیاستونه به ډېر ژر واشنګټن په درېیمه نړیواله جګړه کې ښکېل کړي. د رشا ټوډې د راپور له مخې، د امریکا مخکني ولسمشر پرون شپه په فیلاډلفیا کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د کډوالۍ، جرمونو او ...

Read More »

المان ته څه باندې ۵۰۰ افغانان دننه شول

د الماني رسنیو د راپور له مخې، د المان د منلو پرګرام له پيله تر اوسه له ګواښ سره مخ نږدې ۵۳۰ کسان یاد هېواد ته دننه شوي دي. رسنیو د المان د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې دا پروګرام د هغه افغانانو لپاره په پام کې نیول ...

Read More »

ملګري ملتونه: لبنان باید بله غزه نه شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش د اسراییل او لبنان د حزب الله ترمنځ د کړکیچ د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې لبنان باید بله غزه نه شي او پوځي حل لاره نه لري. انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ ...

Read More »

ا.ا په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش راپور رد کړی او هغه یې د حقایقو خلاف بللی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع په اېکس پاڼه یو ویډیويي پیغام خپور کړی او ...

Read More »

په غزه کې د سره صلیب پر ودانۍ د ډزو له امله ۲۲ تنه وژل شوي

د سره صليب نړيواله کميټه وايي، د جمعې په ماښام د غزې په تړانګه کې د دې ودانۍ بهر په ډزو کې ۲۲ تنه وژل شوي دي. د دې کمیټې د معلوماتو له مخې، د مرمۍ د لګېدو پر مهال سلګونه بې کوره کسان د سره صلیب د ودانۍ په ...

Read More »

روسیې د شانګهای سازمان په فعالیتونو کې د افغانستان د ونډې پر ملاتړ ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې روسیه او د شانګهای سازمان یو شمېر نور غړي د دغه سازمان په فعالیتونو کې د افغانستان له ونډې ملاتړ کوي. خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د شانګهاى ...

Read More »

د اوکراین په اړه د سویس غونډه له روسیې او چین پرته ترسره شوه

په اوکراین کې د سولې په اړه غونډه شنبه د غبرګولې ۲۶مه پیل شوه، نن هم ادامه لري چین او روسیې هېڅ استاری نه دی ورلېږلی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا غونډه یوه ډیپلوماټیګ پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې اوکراین هېڅکله د جګړې غوښتونکی نه و، بلکې ...

Read More »

پر رفح د اسراییلو بریدونه؛ په تېرو لسو ورځو کې ۷۱۶ فلسطینیان وژل شوي

د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو لسو ورځو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله د ماشومانو په ګډون څه کم ۷۱۶ فلسطینیان وژل شوي دي.د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې دوه زره ۱۴۹ نور ...

Read More »

کوېټ کې د اورلګېدنې له امله ۴۹کسان مړه شوي

د کوېټ د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اورلګېدنه د بهرنیو کارګرانو د استوګنې په ځای کې شوې، چې له امله یې ۴۹ کسان مړه او لږ تر لږه ۴۳ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، دا اورلګېدنه چهارشنبه د غبرګولې ۲۳مه د کوېټ په جنوب یوه شپږپوړیزه ...

Read More »

اوچا: په افغانستان کې ۱۹سلنه ماشومان کارګر دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي په افغانستان کې ۱۹سلنه ماشومان په کار بوخت دي. اوچا دا موضوع نن (چهارشنبه د غبرګولې ۲۳مه) د ماشومانو له کار کولو سره د مبارزې په نړیواله ورځ په خپله اېکس پاڼه یاده کړې ده. دې دفتر ویلي چې ...

Read More »