په داسې حال کې چې په امریکا کې د رایو بیا شمېرنه دوام لري او وروستۍ پایلې لا په رسمي ډول نه دي اعلان شوې، ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړې ده.
له دې بریا وروسته یو شمېر هېوادونو هغه ته د پیغامونو په استولو مبارکي ویلې ده.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دواړو د مبارکۍ پیغامونه استولي او له ټرمپ سره یې د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
همدا راز د فرانسې، اوکراین، ایټالیا او د اروپا د شورا مشر هم ټرمپ ته مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې په نوې دوره کې به نړیوالې اړیکې لا پیاوړې شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس