د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې روسیه له هغه سره خبرو اترو ته چمتو ده.
پوتین ویلي، ټرمپ چې د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال د اوکراین او له روسیې سره د اړیکو بیارغونې په هکله کومې خبرې کړې وې، د پاملرنې وړ دي.
هغه له ټرمپ سره د لیدنې لیوالتیا ښودلې او زیاته کړې یې ده چمتو دی چې له هغه سره خبرېاترې له سره پېل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال په ټینګار سره ویلي و، چې که د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شي، نو کولای شي د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه پای ته ورسوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس