Home » افغانستان (page 74)

افغانستان

فاریاب کې د جوارګرۍ په تور یو شمېر کسان ونیول شول

د فاریاب امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې ۱۰ تنه د جوارګرۍ په تور نیول شوي دي. د دغه ولایت امنیتي مسوولینو رسنیو ته وویل، چې دغه کسان امنیتي ځواکونو د پشتونکوټ ولسوالۍ په قزل قول سیمه کې د جوارګرۍ پرمهال لاس په لاس نیولي دي. د مسوولینو په وینا، له دغو کسانو څخه ۷۹۵ زره او ۷۹۰ افغانۍ، موبایلونه او د جوارګرۍ وسایل هم ترلاسه شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونه ته وسپارل شي.

Read More »

د پاکستان له زندانونو ۲۰۸ نور افغان زندانیان را خوشې شوي

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو نور ۲۰۸ تنه بندیان خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي. په کراچۍ کې د افغان بندیانو رضاکاره مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، دا کسان د محکمې له حکم وروسته خوشې شوې دي. کاکړ وویل: “دې بندیانو خپله د قید موده پوره کړه ...

Read More »

په ارزګان کې د ښځینه ډاکترانو نه شتون له امله اندیښنې

د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکترانې نه شته او دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دوی وايي، له حکومت غواړي چې په روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې وګماري څو ناروغې ښځې ورته په ډاډه زړه معلومات ورکړي. د ارزګان ...

Read More »

د بایډن اداره له افغانستان څخه په بې نظمه وتلو ټرمپ پړ ګڼي

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو پړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غاړه اچولې ده. سپینې ماڼۍ د پنج شنبې په ورځ اپریل شپږمه (وري ۱۷) په افغانستان کې د امریکا ...

Read More »

نړيوال دې له افغانستان سره د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه کړې ژمنې عملي کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ سیاسي کمیسیون پرون په سپېدار مانۍ کې د چاپیریال ساتنې، چاپیریال ته د ورپېښو ګواښونو او هوا تودوښې پر موضوعاتو بحث وکړ.په دې غونډه کې، چې د چاپيريال ساتنې ادارې مشرتابه او متخصصينو هم شتون درلود، د اقليمي بدلونونو پر اصلي ...

Read More »

امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې

د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې. دغه غونډه وروسته له هغه د جاپان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه راوبلل شوه، چې ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې د دې سازمان په اړوندو ادارو کې د ښځو د فعالیت مخنیوی ...

Read More »

جرمني د ملګرو ملتونو پر ښځينه کارکوونکیو د طالبانو وروستی کار بنديز غندلی

په افغانستان کې د جرمني سفارت د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز په کلکه غندلی دی. دغه سفارت نن سهار په خپل ټویټر کې لیکلي: “دا پرېکړه د ښځو له حقونو یوه بله جدي سرغړونه ده او د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره ...

Read More »

ټام وېسټ په ملګرو ملتونو کې د اماراتو له سفیرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیرې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازي له مرستیال رابرټ ووډ سره کتلي دی. په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې په خپله ټويټر ...

Read More »

پخواني ولسمشر حامد کرزي له مارکس پوتزل سره کتلي

د هېواد پخواني  ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دوی له یو بل سره د “عامو خلکو د ...

Read More »

د امنيت شورا نن د طالبانو له لوري د يوناما پر ښځينه کارکوونکو د بنديز په اړه بحث کوي

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د ملګروملتونو پر ښځینه کار کوونکیو د کار بندیز په اړه بحث وکړي. دا وروسته له هغې چې د ملګروملتونو چارواکو د طالبانو د حکومت له‌خوا د دې نړیوالې ...

Read More »