Home » افغانستان (page 76)

افغانستان

یو تن ملي سوداګر په بلخ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

د کورنیو چارو وزارت په بلخ ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یو تن ملي سوداګر د ژغورلو خبر ورکړی دی. د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د پوليسو د ځانګړو قطعاتو د عمومي قومندانۍ سرتېرو د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو له ځواکونو سره په ګډه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو سوداګر د تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی. ټکور زیاته کړې، چې حاجي سردار د عبدالستار زوی د مزار شریف د لومړۍ حوزې اړوند ګذر قبادان له سیمې څه باندې یوه میاشت وړاندې د وسله ...

Read More »

اوس مهال ۱۵ قلمه درمل په هېواد دننه تولیدېږي

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، اوس مهال شاوخوا ۱۵ قلمه درمل په هېواد کې د افغاني کمپنیو له لوري تولیدېږي. په دې وروستیو کې سرپرست حکومت کابینې د خوړو او درملو ملي ادارې ته دنده سپارلې چې هېواد ته د غیر معیاري، بې کیفیته او قاچاقي درملو د ...

Read More »

لوی درستیز: راتلونکی کال به د پوځ شمېر ۱۷۰ زرو ته لوړ کړو

د دفاع وزارت لوی درستیز ادعا کړې، چې اوسمهال ۱۵۰ زره پرسونل لري او راتلونکي کال کې به يې شمېر ۱۷۰ زرو ته لوړشي. هغه د دغه پوځ د لګښتونو او د لګښتونو د سرچينو په تړاو جزئيات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې يې ده، چې دغه پوځ د ...

Read More »

د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له څرنګوالي څخه دفاع وکړه

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین دکانګرس غړو ته ویلي چې دوی له افغانستان څخه په ناببره توګه د ځواکونو دایستلو له پروسې پښېمانه نه دي. نوموړی پرون د امریکا استازو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټې د جمهوري غوښتونکو غړو له لوري وربلل شوی و، د نورو پوښتنو تر ...

Read More »

اروپايي ټولنې هېواد ته سل ټنه طبي توکي او درملو مرسته استولې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت کابل ته د سل ټنه طبي توکو او درملو د یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي. دې ماموریت پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، چې د بشرپالنې دغه نوې مرسته چې په افغانستان کې ورته ډېره اړتیا ده، د هوا له ...

Read More »

د کابینې پریکړه: د لويو لارو په هر ۱۰۰ کيلو مترۍ کې دې جوماتونه جوړ شي

د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې په هرو سلو کیلومترو کې دې یو جومات جوړ کړی شي. د باختر خبري اژانس وایي، د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل ...

Read More »

له سرپرست حکومت څخه د بشري حقونو د ادارې غوښتنه: نيول شوي فعالان ژر تر ژره را خوشې کړئ

په نږدې یوه اوونۍ کې د افغانستان دننه د بشري حقونو او تعلیم د پنځو فعالانو د نیولو پېښې ثبت شوي دي. د سرپرست حکومت له‌خوا دغو توقیفونو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې تېر ماښام په یوه اعلامیه کې وویل، نیول شوي ...

Read More »

د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو غونډه کې د افغانستان د استازي له ګډون پرته د افغانستان پر وضعیت هم بحث شوی

د هند پلازمېنه نوې ډیلي کې د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو کوربه وو. په دې ناسته کې د مرکزي اسیا د هېوادونو استازو په حضوري او د پاکستان او چین استازو هم په دې غونډه کې په انلاین ...

Read More »

د خوړو نړيوال پروګرام خبردارۍ: که بېړنۍ مرسته را‌نه‌کړل شي، افغانستان کې د مرستو بهير دروو

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونه‌شي، په راتلونکو څو ورځو کې د مرستې رسونې او نهه میلیونه بې‌وزله کسانو ته د خوراکي توکو مرسته دروي. دغې ادارې د چهارشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، سم‌لاسي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې، په ...

Read More »

ټاکل شوې نن د شانګهای سازمان غړو هېواودنو غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث وشي

افغانستان به د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهممه موضوع وي. په دغه غونډه کې چې د هند پلازمېنه نوی ډیلی به یې کوربه وي، د دې سازمان د امنیت شورا مسوولین له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره موادو د ...

Read More »