Home » افغانستان » د افغانستان او ترکمنستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا
رویداد خبری اژانس
رویداد خبری اژانس

د افغانستان او ترکمنستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا

د ترکمنستان د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس میرګن قردوف وايي د نوي میلادي کال له پیل راهیسې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ سوداګري غوړېدلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه او ترانزیتي همکارۍ هم مخ په ډېرېدو دي.
د راپورونو پر بنسټ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي او ورسره پلاوي د یاد هېواد د صنعت او سوداګرۍ خونې له رییس میرګن قردوف سره لیدلي دي.

قردوف ویلي چې افغانستان کې د پانګونې زمینو رامنځ ته کولو په هدف سل ترکمني شرکتونه د افغان – ترکمن ګډ سوداګریز کنفرانس کې ګډون کوي.

په همدې حال کې عزیزي د دواړو هېوادونو شته خامو توکو او امکاناتو ته په اشارې ویلي چې د خصوصي سکتور ترمنځ تر ناستې وروسته به د صادراتو کچه به لوړه شي.
د یادونې ده چې نور الدین عزیزي له ځینو افغان پانګوالو او سوداګرو چې د افغان – ترکمن ګډ سوداګریز کنفرانس او نندارتون کې د ګډون په هدف یې ترکمنستان ته سفر کړی لیدلي دي.
عزیزي له افغان سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
له دې وړاندې هم د ا.ا چارواکو د ټاپي پروژې د چارو پر ژر پیل ټینګار کړی و او له ترکمني چارواکو یې غوښتي و چې په دې برخه کې مثبت ګامونه واخلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د تخار – بدخشان لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې

د بدخشان مسوولینو د سیلابونو ...