Home » اړیکی » قطر د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو کوربه توب کوي

قطر د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو کوربه توب کوي

په جینوا کې د قطر دایمي استازي مرستیاله وایي، چې هېواد یې د بشري حقونو د تامین او د افغانانو د عزتمند ژوند برابرولو او د بحرانونو د مخنیوي په برخه کې د پراخو تعاملاتو او همغږۍ په موخه د نړیوالو غونډو کوربه توب ته ژمن دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، چې جوهره بنت عبدالعزیز السویدي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ویلي چې افغانستان له یو شمېر بشري، ټولنیزو، سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

هغې زیاته کړې، د دغو ننګونو د حل لپاره اړتیا ده چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وشي او د تلپاتې ثبات لپاره له ټولو افغانانو سره خبرې وشي.

د هغې په ​​وينا، قطر او اندونيزيا چمتو دي چې په ګډه د افغان ښځو د زدکړو په اړه د دويمې نړيوالې غونډې کوربه توب وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له سیاسي بدلونونو وروسته قطر د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه توب کړی دی.

په وروستیو کې د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د ځانګړو استازو غونډه جوړه شوې وه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي، ...