Home » سیمه او نړی (page 31)

سیمه او نړی

د اسراییلو لخوا په غزه کې پر ښوونځي د بريد له امله پنځه کسان وژل شوي

د اسرایيلو هوايي ځواکونو په غزه کې د «شهدا الزیتون» په نوم د یو پخواني ښوونځي پر ودانۍ بريد کړی، چې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان پکې وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، د اسرایيلو پوځ وايي، بريد يې دقيق و او هغه خونه يې په نښه ...

Read More »

اسپانیا: په غزه کې د کړکېچونو د پایته رسولو یوازینۍ حللاره د دوو خپلواکو هېوادونو اسراییل او فلسطین جوړول دي

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په غزه کړکېچ د پایته رسولو یوازینۍ لاره د دوو خپلواکو هېوادونو اسراییل او فلسطین جوړول دي. د رویټرز د راپور له مخې(جمعه د وږي ۲۲مه) په غزه کې د جګړې د پایته رسولو په موخه په اسپانیا کې د یوشمېر اروپایي ...

Read More »

یو پاکستانی د یوه امریکایي چارواکي پر ترور تورن شو

امریکایي څاروانوالانو (چهارشنبې، د وږي ۲۱مه) ویلي چې یو پاکستانی اتباع، چې له ایران سره اړیکه لري، د سپاه‌پاسدران د قوماندان، قاسم سلیماني د غچ‌اخیستلو په خاطر په رسمي توګه د یو امریکا چارواکي د وژلو پر طرحې تورن شوی دی. د امریکا عدلیې وزارت او څارنوالانو ویلي چې ۴۶ ...

Read More »

اروپایي ټولنه: ډېر احتمال شته چې لوېدیځه تړانګه په نوې غزه بدله شي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بوریل (سې شنبې، د وږي ۲۰مه) خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره دا خطر شته چې د اردون سمندر لوېدیځ تړانګه په یوې نوې غزې بدله شي. بوریل په قاهره کې د عربي ټولنې د غړو هېوادونو د وزیرانو په ...

Read More »

ایران د ۱۴۰۳ کال تر پایه میلیونونه افغان کډوال وباسي

تهران په پام کې لري چې څو میلیونونه «بې‌اسنادو» افغان کډوال په ډله‌ییزه توګه له خپلې خاورې وباسي. د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د کډوالو دا ډله‌ییزه ایستنه به د ۱۴۰۳ کال تر پایه بشپړه شي. د کډوال نیوز د راپور له مخې، چې د ایران د ...

Read More »

له امریکا او بریټانیا وروسته په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي

په ناروې کې د افغانستان سفارت په بېړه د کوربه رسمي دولت په غوښتنه خپل فعالیتونه بندوي. په ناروې کې د افغانستان سفارت لخوا (دوشنبې، د وږي ۱۹مه) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ډیپلوماټیکه څانګه به د وږي په ۲۲مه خپل فعالیتونه بند کړي. په یاده ...

Read More »

پر خان یونس د اسراییلو په برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د غزې یو مدني چارواکي نن(سې شنبې، د وږي ۲۰مه) ویلي چې پر خان یونس د اسراییلو لخوا د برید له امله څه کم ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۰ نور کسان ټپیان شوې دي. د غزې چارواکو رسنیو ته ویلي چې پر خان یونس ښار د اسراییلو د بریدونو ...

Read More »

اردوغان: اسلامي هېوادونه باید د اسراییلو پر وړاندې متحد شي

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان (سې شنبې، د سپټمبر په ۱۷مه) ویلي چې اسلامي هېوادونه باید د اسراییلو د «د پراخېدونکي توطیې د مخ پر زیاتیدونکي ګواښ» د مخنیوي لپاره متحد شي. امریکا غږ خبر ورکړی چې اردوغان دا څرګندونې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي میشت ځایونو د ...

Read More »

امنیت شورا: ا.ا باید پرښځو او نجونو د محدویت په اړه تجدید نظر وکړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوولس غړو د یوې کډې اعلامیې په خپرولو سره له ا.ا غوښتي چې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار په اړه د وضع شویو محدویتونو په اړه د تجدید نظر وکړي. دا اعلامیه چې په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي ...

Read More »

رویټرز: ایتلافي ځواکونه له عراق څخه وځي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکا او عراق له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو د وتلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. رویټرز د (سې شنبې، د سپټمبر ۷مه) لیکلي چې د دې هوکړې له مخې به د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر ...

Read More »