Home » افغانستان (page 66)

افغانستان

امریکا: له ۲۰۲۱ راهیسې نږدې ۳۴ زره افغانانو ته مو د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وایي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې ولسمشرجوبایډن دنده پیل کړې، نژدې ۳۴ زره هغو افغانانو ته ځانګړې ویزې صادرې شوې، چې په هغه هېواد کې له امریکایي مختلفو ادارو سره یې کار کړی دی. دغه سفارت، چې له قطرڅخه فعالیت مخ ته وړي، په ...

Read More »

ایران د هلمند سیند کې د حقابې ترلاسه کولو په خاطر د لا فشار راوړلو په لټه کې دی

ایراني چارواکي د هلمند له سینده د حقابې د ترلاسه کولو په خاطر پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو لپاره د غیر ډیپلوماتیکو لارو د کارولو په لټه کې دي. د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېسیون غړي او په کابل کې د ایران پخواني ...

Read More »

په ټول هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د حکومت وزارت وايي د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده. د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي “د ۱۴۰۲ لمریز کال چنګاښ میاشتې له ۲۹ د زمري میاشتې تر دویمې نېټې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو ...

Read More »

دفاع وزیر: د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته

د دفاع سرپرست وزیر وايي، افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته. نوموړي له العربیة ټلویزیون سره تازه مرکه کې د چین په همکارۍ د ایران او ...

Read More »

سرپرست حکومت د بې جوازه ښکاري ټوپکو لرل منع کړل

د کورنیو چارو وزارت له ښکاري ټوپکو څخه د کار اخیستلو نوی طرزالعمل اعلان کړی دی. دغه وزارت پرون (د چنګاښ ۳۱ مه) پر خپل ټویټر لیکلي، چې دا طرزالعمل د وحشي ژویو د خوندیتوب او په غیرمسولانه ډول د موشکش، چره يي، سپورتي او عتیقه ډوله ښکاري ټوپکو د ...

Read More »

سرپرست حکومت: ترکیه کې نویو زېږیدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورټونو وېش پيل شو

د بهرنیوچارو وزارت وايي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې یې نویو زېږېدلو ماشومانو ته د پاسپورتونو وېش پیل کړی دی. د دې وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر ټویټر لیکلي، چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ په ترکیه کې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د ...

Read More »

میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی

په میدان وردګ ولایت کې ځايي چارواکي د تېرې شپې د سېلابونو په نتیجه کې، د لږ تر لږه ۲۲ کسانو د مړینې او لسګونو کسانو د لادرکۍ خبر ورکوي. په دغه ولایت کې د پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس مولوي فیض اله جلالي رسنیو ته ویلي:”د جلرېز د تکانې په ...

Read More »

آصف دراني ته د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو د خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه له ګومارل کېدو راهیسې په خپل لومړي سفر کې آصف دراني داسې مهال په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره د امنيتي همکاريو په اړه خبرې کړې چې د دواړو هېوادونو د چارواکو لخوا ...

Read More »

په سویلي ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت نن د هېواد په سویلي زون کې د پولیو واکسین د ځانګړي کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت ویلي، چې دا ځل د پولیو واکسین ځانګړی کمپاین د سویلي زون په کندهار، هلمند، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې ترسره کېږي. د سرچینې ...

Read More »

یوناما راپور: د یو شمېر ولایتونو په زندانونو کې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ادعاوې بنسټ نه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ “یوناما” پخپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو ته دوام ورکړی. یوناما وايي په هغو کورنیو نادولتي مؤسسو کې هم د اوسنیو چارواکو د مداخلې بېلګې ثبت شوې چې ښځې یې رهبري کوي. ...

Read More »