د افغانستان لپاره د بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې «رینا امیري» په هرات کې پر شیعه لمونځ کوونکو د برید په غبرګون کې ویلي چې د برید عاملان باید ونیول شوي او «ځواب ویلو» ته مجبور شي.
هغې نن (پنجشنبې، د ثور ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه په هرات کې پر شیعه لمونځ کوونکو برید غندلی دی.
رینا زیاته کړې: “دا ظالمانه کړنه په خطر او شکنجه کې د ټولنې د اچولو په مانا ده او عاملان یې باید ونیول شي او په دې اړه ځواب ویلو ته مجبور شي.”
دا په داسې حال کې ده چې تېره دوشنبې د شپې نهه بجې یو ناپېژانده وسلهوال د هرات د ګذرې ولسوالۍ په ښارګوټي کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې.
د ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې پېښې په تایید ویلي وو چې په یاد برید کې شپږ کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.
بلخوا د داعش خراسان څانګې په یوه اعلامیه کې د دې برید مسوولیت منلی دی.