د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې رينا اميري او توماس ويست به د دوحې په غونډه کې د دغه هېواد په استازيتوب ګډون وکړي. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر په یوه خبري غونډه کې کړې ده. نوموړي زیاته کړې، امریکا د ...
Read More »ایران کې څه باندې دوه زره افغانان نیول شوي
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد سرحدي پولیسو په تېرو درېیو ورځو کې له افغانستانه تر دوو زرو ډېر ناقانونه کډوال په سیستان او بلوچستان ایالت کې نیولي دي. د ایران دولتي رسنۍ ایرنا د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۲۳مه) د دغه هېواد د چارواکو له قوله ...
Read More »اوچا په افغانستان کې په کور د بېځایه شویو وضعیت د اندېښنې وړ بللی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، دا مهال شاوخوا ۶،۳ میلیونه افغانان؛ له اوو کسانو څخه یو یې د اوږدې مودې بې ځایه کیدو سره مخ دی. دې ادارې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي چې دا ...
Read More »خوست کې يو ډله ييز قبر موندل شوى
د خوست سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د یو ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی دی.د خوست ښاروال، بسم الله بلال وايي، چې په دغه ډله ييز قبر کې شاوخوا سل جسدونه موندل شوي، چې ښايي د شوروي اتحاد له ملاتړ برخمنو حکومتونو په وخت کې پاتې ...
Read More »د راډیو نړیواله ورځ؛ په ټول هېواد کې ۲۸۰راډیوګانې فعالیت کوي
د راډیو له نړیوالې ورځې سره هممهاله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایي چې په ټول افغانستان کې ۲۸۰ راډیوګانې فعالیت کوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال، مهاجر فراهي راډیو یوه اړینه رسنۍ بللې او ویلي یې دي، یاده رسنۍ د خپلو مخاطبینو پر وړاندې ځانګړی ...
Read More »هرات کې زلزلهځپلو ته له ۵۰۰ زیات کورونه وسپارل شول
په هرات کې د ا.ا ځایي مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې زلزلهځپلو ته ۵۴۷ کورونه ورسپارل شوي دي. د هرات د والي ویاند، نثار احمد الیاس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کورونه پرون دوشنبه د سلواغې۲۳مه زلزلهځپلو ته سپارل شوي دي. د هغه په وینا، یاد ...
Read More »د خوړلو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې له ۱۹میلیونه افغانانو سره مرسته کړې ده
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې یې له ۱۹میلیون وګړو سره د خوراکي توکو او پیسو مرسته کړې ده. یاد سازمان نن سه شنبې د سلواغې۲۴مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یادې مرستې د پروسږ ۲۰۲۳کال په لړ کې شوې دي. د خوړو نړیوال پروګرام ...
Read More »د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په کابل ښار کې تر ځمکه لاندې اوبو د سرچینو د راژوندي کېدو په موخه ۱۲۲۰څاګانې کیندل شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن دوشنبه، د سلواغې ۲۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه د جذب څاګانې د یوه کال په موده کې د ځمکې په سطحه کې د ۷۹ زره ۱۷۷.۹۶۵ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. د ویلو ده چې په کابل کې ...
Read More »افغان کرکټ ملي لوبډلې دویمه لوبه هم سریلانکا ته وبایلله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د ۱۵۵ منډو په توپیر د سریلانکا پر وړاندې ماتې خوړلې ده. دا لوبه پرون یکشنبې، د سلواغې۲۲مه د سریلانکا په کوربهتوب وشوه. د سریلانکا کرکټ لوبډلې په۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ...
Read More »له ګوانتانامو زندانه د ا.ا دوه خوشې شوي غړي نن کابل ته راورسېدل
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي چې عبدالظاهر صابر چې د لوګر ولایت د مرکز اړوند د حصارک کلي اصلي اوسیدونکی دی، د ۲۰۰۲ کال د مې په لسمه د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوی و او په بګرام زندان کې له څلورو میاشتو بند وروسته په ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس