د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان قونسلې، ذکیې وردګ د هندي پولیسو له خوا د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د نیولو او د قاچاق د قضیې د ثبتولو په اړه د راپور تر خپرېدو وروسته له خپلې دندې استعفا کړې ده.
مېرمن وردګ خپله استعفا نن (شنبه، د غویي ۱۵مه) په خپله اېکس پاڼه اعلان کړې ده.
هغې په ځانګړي ډول د «سرو زرو د قاچاق» د راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو ليکلي يې دي، چې تېر کال له “شخصي بدنامۍ” سره مخ شوې، هغه دا هم ویلي چې دې بریدونو د هغه پر کورنۍ سترې پایلې لرلې.
دا په داسې حال کې ده چې د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې نن شنبې د غویي په ۱۵مه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د دغه هېواد پولیسو په ممبيي کې د افغانستان له قونسلې ذکیې وردګ سره د ۲۵ کیلو ګرامو سرو زرو تر لاسه کولو وروسته د «سرو زرو د قاچاق» دوسیه ثبت کړې ده.
هندي چارواکو د دغه هېواد ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې په دومره اندازه سره زر د اپرېل په ۲۵ مه له اغلې وردګ سره د بمبیي په هوايي ډګر کې نیول شوي دي.
د دغه راپور له مخې چې د هند پولیسو سره زر ضبط کړي او د ذکیې وردګ پر ضد یې د «سرو زرو د قاچاق» قضیه ثبت او پلټنې پیل کړې دي.
په راپور کې راغلي: “ذکیه وردګ د ډیپلوماټیک پاسپورټ لرلو او ډیپلوماټیک خوندیتوب په خاطر نه ده نیول شوې، خو د دغه افغان ډیپلوماټې له خوا له دوبۍ څخه بمبیي ته د سرو زرو د قاچاق په اړه پلټنې روانې دي.”
د ټایمز اف انډیا د پوښتنې په ځواب کې ذکیې وردګ ویلي: “زه په دې تورونو حیرانه او اندېښمنه یم او اړتیا لرم چې دا موضوع نوره هم وڅېړم.”
ذکیه وردګ د هند په ممبیي ښار کې د هېواد د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په دنده وګمارل شوه. په هېواد کې له وروستيو سياسي تحولاتو وروسته يې په دې برخه کې خپل لومړی فعالیت د ا.ا د بهرنيو چارو له وزارت سره پيل کړ.
په هغه وخت کې د ا.ا د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال، عباس ستانکزي ویلي وو چې په ممبیي او حیدراباد کې د افغانستان قونسلګرۍ او همدا راز په ډیلي کې د افغانستان سفارت له ا.ا سره په اړیکه کې دي.