Home » افغانستان (page 67)

افغانستان

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر: بریتانیا دې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس ایلووډ وايي، بریتانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له طالبانو سره خبرې پیل کړي. ښاغلي ایلووډ چې تازه د افغانستان له سفره راستون شوی، ټېلېګراف ورځپاڼې ته مقاله کې ليکلي چې هغه جدي پرمختګ کتلی او باوري دی ...

Read More »

د هلمند د اوبو پر سر شخړه؛ ایران وايي د هلمند سېند اوبو کې له خپل حقه ‘یوه ذره’ هم نه تېرېږي

د هلمند سېند اوبو کې د ایران د برخې په اړه د دغه هېواد د چارواکو د څرګندونو، غوښتنو او ګوتڅنډنو لړ کې دا ځل د ایران د انرژۍ وزیر علي اکثر محرابیان ویلي هېواد یې د یوې ذرې په اندازه هم له دې حقه نه تېرېږي. علی اکبر محرابیان ...

Read More »

چارواکي: اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د چا پر ضد وکارول شي

د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هیچا ته د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارېدو ته اجازه نه ورکوي. تېره ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز «عاصم منیر» د بلوچستان ژوب ته د خپل سفر ...

Read More »

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د بې ځایه شویو افغانانو شمېر له نهو میلیونو اوښتی

تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې (یو این ایچ سی ار) افغانان د نړۍ د کډوالۍ یوه لویه برخه بللې. دغه ادارې ویلي، هغه افغانان چې کډوال شوي، نړۍ کې شمېر نهوو میلیونو ته رسېږي. یو این ایچ سی ار وايي درې اعشاریه ۲۵ میلیونه نور افغانان خپل ...

Read More »

د امریکا کانګرس ته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د مېشتولو په تړاو یوه قانوني طرحه وړاندې شوې

د امریکا په استازو جرګه کې د دواړو لویو ګوندونو یو شمېر استازو په ګډه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د مېشتولو په تړاو یوه قانوني طرحه وړاندې کړې ده. که ومنل شي، دا قانون به هغو لسګونو زرو افغانانو ته په امریکا کې د دایمي مېشتېدنې لار ...

Read More »

ګڼ شمېر افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته ورسیدل

د کاناډا د کډوالو چاور وزارت وايي، څه باندې درې سوه نور افغان پناه غوښتونکي يې تازه دغه هېواد ته انتقال کړي دي. د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریز نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، په یوه چارټر پرواز کې ۳۰۹ افغانان چې په افغانستان کې د کاناډا د پوځ ...

Read More »

د اروپایي ټولنې د بشري مرستو یوه نوې جوپه کابل ته رسېدلې

له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د بشري مرستو یوه نوې جوپه پرون کابل ته ورسېده. د بحرانونو د مدیریت لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر او د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو مسوول ینیز لینارچیچ پرون چهارشنبې په یوه ټويټ کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د ...

Read More »

ملاله: افغانستان کې د اټکل خلاف “د نجونو زدکړو ټول پرمختګونه له منځه وړل شوي”

د سولې نوبل جایزې پښتنه ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي،‌ داسې هېڅ اټکل یې نه کاوه چې د افغانستان ټولې نجونې به له زدکړو راګرځول کېږي او دې برخه کې به ټول هغه پرمختګونه له منځه ځي‌ چې تېرو کلونو کې تر لاسه شوي وو. اغلې ملالې دغه څرګندونې په نایجیریا ...

Read More »

په افغانستان کې د سويډن اړوند بنسټونو پر فعالیتونو بندیز ولګید

سرپرست حکومت په سویډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې په افغانستان کې د دې هېواد اړوند ادارو د فعالیتونو د درېدو امر کړی. سرپرست حکومت نن سهار په ټول افغانستان کې د سويډن هېواد اړوند بنسټونو د فعالیتونو د درېدو امر وکړ. د سرپرست حکومت ویاند ...

Read More »

کابل کې له نشه‌يي توکو رغېدلو ته د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانیستل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا له نشه یې توکو د راګرځول شویو کسانو لپاره د یاد وزارت په چوکاټ کې د فني او حرفوي زدکړو مرکز پرانیستل شو. د یاد وزارت مسوولین وایي چې په دې مرکز کې ۵۳۰ کسانو ته په کې د فنی او حرفوي ...

Read More »