Home » افغانستان » د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغانان خوشې شول

د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغانان خوشې شول

د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۵ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له بېلابېلو زندانو څخه دا ۱۵ بندیان تېره پنجشنبې د غویي ۱۳مه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په ننګرهار کې د تورخم مسوولانو د معلوماتو له مخې، دا کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د ۲ تر ۱۹میاشتو راهیسې په پاکستان کې بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې افغانان په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو دلایلو، لکه د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.

له بلې خوا د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د اېستلو بهیر بیا پیل کړی او هره ورځ څه باندې زر کډوال وباسي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو چارو وزارت وايي، ...