Home » افغانستان (page 21)

افغانستان

يران: د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګري د هېڅ جګړې او بهرني مداخلې له امله نشي اغېزمن کېدلې

په کابل کې د ايران سفارت سرپرست علي رضابيکدلي اعلان کړی، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ بهیر پرته له ځنډه دوام لري. نوموړي همداراز ويلي؛ چې د ایران حکومت په سرحدي بندرونو کې د وارداتو او صادراتو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې دي، هغه زياته کړې چې ...

Read More »

د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په پاکستان کې د ۲۰ افغان خبریالانو نیول شوي

د بې‌پولې خبریالانو بنسټ، (RSF) ويلي، چې د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره په پاکستان کې پر افغان کډوالو، په ځانګړي ډول خبریالانو، فشارونه زیات شوي دي. د راپور له مخې، له همدې نېټې وروسته څو افغان خبریالان نیول شوي او ...

Read More »

داسلامي علماوو ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې

د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې رئیس، علي القره ‌‌داغي د یوې فتوا په صادرولو سره د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده. القره ‌‌داغي په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلام له ...

Read More »

د جرمني په بن ښار کې د افغان اتباعو لپاره د پاسپورټ وېش بېرته پيل شو

د جرمني په بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې له اوږد ځنډ وروسته يې د هېواد اتباعو لپاره د پاسپورټ وېش بيرته پيل کړی. د یادې قونسلګرۍ د چارواکو په وینا، شاوخوا ۴۰۰۰ پاسپورټونه دا مهال د چاپ په حال کې دي او ټاکل شوې ده چې ...

Read More »

يلدا حکيم د کال د غوره ټلوېزيوني وياندې جايزه وګټله

د سکای‌نیوز افغاني‌الاصله خبریالې یلدا حکیم د کال د غوره ټلوېزیوني شبکې د ویاندې جایزه وګټله.نوموړې دا جایزه د بریټانیا د «سلطنتي ټلوېزیون د جایزو ټولنې» په کلنیو مراسمو کې چې په دغه هېواد کې له مشهورو پروګرامونو ګڼل کېږي، ترلاسه کړې ده. د یاد پروګرام کتونکي پلاوي د ټلوېزیون ...

Read More »

د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه نړیوالې اندېښنې

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي. کابلوف دغه څرګندونې تېره ورځ په مسکو کې د ا.ا له سفیر ګل حسن حسن سره دليدنې پر مهال کړې.په مسکو کې افغان سفارت پر ...

Read More »

د بښنې نړيوال سازمان؛افغان خاوره کې د پاکستان پوځ برېدو ته غبرګون ښودلی

د بښنې نړيوال سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د پاکستان پوځي رژيم لخوا پر ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې د برېدونو له امله د ملکي وګړو تلفاتو ته اندېښنه لري. په دې اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه باید په شفافه، خپلواکه او بې‌طرفه توګه وڅېړل ...

Read More »

ريجارډ بنټ د پاکستان پوځ په برېدونو کې د افغان ملکيانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، د پاکستان د پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي توګه د ماشومانو پر مرګ‌ژوبله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. بنټ د دې پېښو په اړه ویلي، چې د پاکستان ...

Read More »

د بشري حقونو نړیوال بنسټ: پر ملکي وګړو برید له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

د بشري حقونو نړیوال بنسټ(IHRF) د اعلامیې په خپرولو سره وایي، پر ملکي وګړو بریدونه له نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د دوی په خبره، د نوزېږو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ وژلو لپاره هېڅ ډول توجیه د منلو نه ده. یاد بنسټ د پاکستان د برید په ...

Read More »

حامدکرزي پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ برېدونه غندلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان پوځي رژيم هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی. کرزي پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي او د ښه ګاونډیتوب لاره ...

Read More »