د بېپولې خبریالانو بنسټ، (RSF) ويلي، چې د فبرورۍ له ۲۷مې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره په پاکستان کې پر افغان کډوالو، په ځانګړي ډول خبریالانو، فشارونه زیات شوي دي.
د راپور له مخې، له همدې نېټې وروسته څو افغان خبریالان نیول شوي او زندانونو ته انتقال شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۲۰ خبریالان نیول شوي دي، او یوازې په تېرو ۱۵ ورځو کې لږ تر لږه ۶ خبریالان په زور افغانستان ته ستانه شوي دي. چې له دې سره د جنورۍ میاشتې راهیسې د بېرته ستنو شوو خبریالانو شمېر ۹ کسانو ته رسېدلی دی.
د RSF په خبره، دا وضعیت وروسته له هغه لا سخت شوی چې پاکستان له افغانستان سره د ښکاره جګړې اعلان کړی دی.
همداراز ياد بنسټ له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې سمدستي د افغان خبریالانو نیول او ایستل ودروي او د هغوی اغېزمن خوندیتوب تضمین کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس