Home » افغانستان » ريجارډ بنټ د پاکستان پوځ په برېدونو کې د افغان ملکيانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې
Bennett

ريجارډ بنټ د پاکستان پوځ په برېدونو کې د افغان ملکيانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ، د پاکستان د پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي توګه د ماشومانو پر مرګ‌ژوبله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

بنټ د دې پېښو په اړه ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانه جګړه د بې‌ګناه خلکو ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.بنټ ويلي؛«زه د هغو راپورونو له امله ژوره اندېښنه لرم چې پکې ویل شوي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې له امله ګڼ ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي دي.
زه له ټولو ښکېلو لورو غوښتنه کوم چې زغم ولري، د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.»
هغه همداراز پر دواړو خواو غږ کړی چې د سولې لپاره عملي ګامونه واخلي، د زغم لاره غوره کړي او نړيوالو بشري حقونو او قوانینو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې‌ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي شخړو شدت ورځ تر بلې زیاتیږي،چې له کبله يې وړمه ورځ هم
د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان او د څلور تنو جسدونه لاهم تري تم دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ککړه هوا؛ د انسان او طبیعت پر وړاندې دوامداره ګواښ

په داسې حال کې چې ...