Home » افغانستان » يران: د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګري د هېڅ جګړې او بهرني مداخلې له امله نشي اغېزمن کېدلې
IRAN

يران: د افغانستان او ايران ترمنځ سوداګري د هېڅ جګړې او بهرني مداخلې له امله نشي اغېزمن کېدلې

په کابل کې د ايران سفارت سرپرست علي رضابيکدلي اعلان کړی، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ بهیر پرته له ځنډه دوام لري.

نوموړي همداراز ويلي؛ چې د ایران حکومت په سرحدي بندرونو کې د وارداتو او صادراتو لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې دي، هغه زياته کړې چې د افغانستان او ايران ترمنځ همکارۍ په تېرو ۴۸ کلونو کې د هېڅ جګړې او بهرني مداخلې له امله نه ده اغېزمنې شوې.

د ایران او افغانستان ترمنځ زياتره سوداګري د سرحدي لارو، په ځانګړي ډول د اسلام قعله او ميلک بندرله لارې ترسره کېږي، چې ډېری سوداګریز موټرونه له همدې لارې افغانستان ته تیل، خوراکي توکي او ساختماني مواد هېواد ته وارد کوي او په مقابل کې افغانستان ایران ته وچه مېوه، کرنیز محصولات او ځینې معدني مواد صادروي.

راپورونه وايي، چې ایران د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه ګڼل کېږي چې دواړو هېوادونو ترمنځ کلنی سوداګریز حجم په وروستیو کلونو کې میلیاردونو ډالرو ته رسېدلی او دواړه لوري هڅه کوي دا کچه لا زیاته کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان او روسیې د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره پر نويو تګلارو خبرې کړې دي

د افغانستان د برېښنا شرکت ...