Home » افغانستان » داسلامي علماوو ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې
Afghanistan

داسلامي علماوو ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه کړې

د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې رئیس، علي القره ‌‌داغي د یوې فتوا په صادرولو سره د روژې مبارکې میاشتې پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده.

القره ‌‌داغي په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ جګړه د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې ده او د مسلمانانو د ژوند ساتنه یو اساسي دیني اصل بلل کېږي.

القره داغي ويلي؛«اې د پاکستان او افغانستان محترمو مشرانو! د روژې د وروستیو لسو ورځو له پیل مخکې جګړه بنده کړئ، تر څو له اختر وروسته د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي او د دواړو لورو غوښتنې وڅېړل شي.»

نوموړي زياته کړې چې، قطر، ترکیه او سعودي عربستان کولی شي د دې کړکېچ په حل کې د منځګړي رول ولوبوي او د اسلامي علماوو نړيواه ټولنه هم هر ډول منځګړيتوب او مرستې لپاره چمتووالی لري، ځکه په خبره يې د جګړې بندول د اسلامي امت د سترو ننګونو په مقابل کې یو واقعي اړتیا هم ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغانستان او روسیې د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره پر نويو تګلارو خبرې کړې دي

د افغانستان د برېښنا شرکت ...