د جرمني په بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې له اوږد ځنډ وروسته يې د هېواد اتباعو لپاره د پاسپورټ وېش بيرته پيل کړی.
د یادې قونسلګرۍ د چارواکو په وینا، شاوخوا ۴۰۰۰ پاسپورټونه دا مهال د چاپ په حال کې دي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې به چمتو او د غوښتونکو ترمنځ ووېشل شي. هغوی زیاته کړې چې د پاسپورټونو د وېش بهیر به د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره شي او هڅه کېږي چې د افغان اتباعو قونسلي ستونزې ژر تر ژره حل شي.
د قونسلګرۍ مسوولین همداراز ويلي، چې د پاسپورټ د صادرولو د بهیر بیا پیل به په جرمني کې مېشتو افغانانو ته اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه په تېرو کلونو کې د پاسپورټونو د نه وېش له امله ډېری افغانان له ستونزو سره مخ وو او د سفر، قانوني اسنادو او اداري چارو د ترسره کولو په برخه کې یې له خنډونو سره مخامخ وو.
د یادونې وړ ده، د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته، له نسبي اختلال سره مخ شوه او په ځینو مواردو کې د قونسلي خدمتونو بهیر، په ځانګړي ډول د پاسپورټ صادرول، درېدلی و.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس