د بښنې نړيوال سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د پاکستان پوځي رژيم لخوا پر ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې د برېدونو له امله د ملکي وګړو تلفاتو ته اندېښنه لري.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه باید په شفافه، خپلواکه او بېطرفه توګه وڅېړل شي او همداراز يې له دواړو خواوو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د خپلو ژمنو مطابق، د ملکي وګړو د زیانمنېدو مخه ونیسي.
د بښنې نړيوال سازمان؛«فبرورۍ په ۲۱ او ۲۲ نېټه د پاکستان د هوايي برید له امله په ننګرهار ولایت کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کوو، د ملکي وګړو د زیانمنېدو راپورونه باید په بشپړ خپلواکه او بېطرفه توګه وڅېړل شي.»
د بښنې نړيوال سازمان همداراز زياته کړې، چې دا لومړی ځل نه دی چې په ورته برېدونو کې ملکي وګړو ته زيان رسيږي، بلکه تر دې دمخه هم د ورته پېښو راپورونه مستند شوي دي.
ياد سازمان ټينګار کړی، چې ټولې ښکېلې خواوې بايد د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلو ژمنو مطابق، د ملکي وګړو د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره هر اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې وار له مخې هم، د۲۰۲۵ کال د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ د سرحدي شخړو او نښتو په پايله کې شاوخوا ۵۴۸ افغان وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس