د افغانستان دکرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په ۱۳۹۹ کال کې پر نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي، چې سږني حاصلات یې نږدې ۲۱ټنو ته رسېدلي دي.
دکرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، چې هرات، بلخ، فاریاب، کندوز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران پکې تولید شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، په ۱۳۹۹لمریز کال کې یوازې د هرات ولایت په اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.
د یادونې ده چې تېرکال ٢٠ ټنه زعفران لاسته راغلي وو.
د کرنې وزارت په وینا، په افغانستان کې د زعفرانو د کرکیلې دودېدو په ډېریو ولایتونو کې د کوکنارو د بدیل کښت ځای نیولی او د خلکو اقتصاد هم ورسره ښه شوی دی.
یاد وزارت وايي، چې د افغانستان زعفران امریکا د سیمې او اروپايي هېوادونو ته هم صادر شوي دي.
کرنې وزارت ډاډ ورکوي چې په ۱۴۰۰لمریز کال کې به هم د زعفرانو د حاصلاتو کچه لوړه وساتل شي.