Home » اقتصادی » د خوړو نړیوال سازمان؛ له ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو سره، نغدي او خوراکي توکو مرسته اعلان کړه
رویداد خبري آژانس

د خوړو نړیوال سازمان؛ له ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو سره، نغدي او خوراکي توکو مرسته اعلان کړه

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) سازمان وايي، چې روان ۲۰۲۱ میلادي، کال کې به له ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو سره، نغدي او  د خوراکي موادو مرسته وکړي.


کابل کې خوړو نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني وايي، چې په ټول هېواد کې یې د اړمنو کسانو لیستونه برابر کړي او په روان کال کې به ورسره د یو منظم سیستم له لارې مرسته وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه سازمان د افغانستان د بې وزله خلکو لپاره دوامداره پلانونه لري او هر ځای چې اړتیا پېښه شي امکاناتو ته په کتو به مرستې ور ورسوي.


د خوړو نړیوال سازمان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د څېړنو له مخې اوس مهال د افغانستان تر ۱۸ میلیونو زیات وګړي د ژوند لومړني امکانات نلري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...