دافغانستان دکرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي روان کال کې یې بزګرانو ته څه باندې یو میلیارد افغانۍ پور ورکړی دی.
دغه وزارت نن پنجشنبه (د سلواغې۱۶مه نېټه) په یوه خبره شوې اعلامیه کې ویلي، چې ۲۸۰۰ بزګرانو او د کرنې او مالدارۍ د برخې متشبثینو ته څه باندې یو میلیارد افغانۍ پور ورکړی دی.
اعلامیه کې راغلي،چې دغه پورونه د کرنې پراختیا صندوق «ADF» له خوا چمتو او د کرنې وزارت له لارې پر یادو بزګرانو وېشل شوي دي.
د افغانستان دکرنې وزارت دغه راز زیاته کړې، چې د دغو پورونو د ورکړې موخه د بزګرانو او دکرنې په برخه کې د لویو او کوچنیو متشبثینو ملاتړ او د دوی د کاروبار د غوړېدا لپاره له دوی سره مرستې دي.