Home » اقتصادی » چارواکي:د کجکي برښنا بند د دویم فاز د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي
رویداد خبري آژانس

چارواکي:د کجکي برښنا بند د دویم فاز د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي

د هلمند ولایت چارواکي وايي، د کجکي د برښنا بند د دویم فاز د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي.

د دغه بند درې توربینونه په مجموع کې د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پرون دوشنبې د جنورۍ ۱۱ (مرغومي۲۲) ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل وویل: “چارې یې په منظم او ګړندي ډول مخ ته روانې دي. هڅه هم کېږي چې د دغو چارو لیدنه وشي، چې په منظم او باکیفیت ډول یې چارې مخ ته لاړې شي.”

د کجکي د دویم فاز د پروژې د رغونې کارونه دوه نیم کاله مخکې پیل شوي چې یو ترکی شرکت یې مخ ته وړي.

پر دې پروژې شا وخوا ۱۷۵ ملیونه ډالره لګښت راځي او دغه ترکی شرکت به ۲۰ کاله د برښنا د تولید په ګټه کې شریک وي.

د اوبو د تنظیم ادارې ویلي له دې سره به سل زره کورنۍ د برښنا له نعمت نه برخمنې شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...