دافغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې ددې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې په ۱۴۰۰مالي کال کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۳۳۲متراکم بڼونه جوړ کړي.
یاد وزارت زیاتوي، په دغو جوړېدونکو بڼونو کې به د مڼو، شفتالو، ناکو، الو، انارو او لیمو بڼونو جوړول شامل دي، چې د جوړلو لګښت به یې ۵۹ میلیونه او ۲۲۶زره او ۵۵۹ افغانۍ وي.

د کرنې وزارت ویلي، چې یاد بڼونه د کابل، بامیان، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، لوګر، پکتیا او خوست په ولایتونو کې جوړیږي.
د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت دغه راز ویلي چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه، د کرنې وزارت یو له هغو پروژو څخه دی، چې د اسیا پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.