Home » فرهنګی او ټولنیز » پټان؛د شاه روخ خان تازه فلم
رویداد خبري آژانس

پټان؛د شاه روخ خان تازه فلم

د هندي سينما وتلى ستورى او د باليووډ بادشاه شاه روخ خان چې څو ورځې مخکې يې د ژوند ۵۵ مه کليزه ونمانځله، چې د اماراتو خليفه برج باندې يې انځور تر څنګ نوموړي ته د کليزې مبارکي هم خپره شوه.

خو دا ځل وروسته د دوه کلن ځنډ شاه روخ خان د پټان په نامه تازه فلم سره د سينما ډګر ته را دانګي.

نوموړی چې د زيرو فلم په وړاندې کولو سره د سختې ماتې سره مخ شوى وو، شاوخوا دوه کاله د سينما له پردې لرې وو، خو تازه يې د خپلو مينوالو څخه د کليزې د نمانځلو د مننې په پار په يو ويډيو کې راڅرګند او خپلو مينوالو ته وايي ډير ژر به څو نوي فلمونه خپلو مينوالو ته وړاندې کوي.

په پټان فلم کې شاه روخ خان سره ډپيکا او جان ابراهيم هم لوبيږي.

دغه راز ویل کېږي چې د شاه روخ خان په راتلونکي پټان فلم کي به سلمان خان هم تقريبا ۱۵ دقیقې را ښکاره او رول به ولوبوي. د ياد فلم د شوټينګ چاري به په راتلونکي جنوري مياشت کي رسماً پيل شي.

هيره دې نه وي دا لومړى ځل دى چې شاه روخ خان او جان ابراهيم په ګډه يوه فلم کې کار کوي. نوموړى فلم به د ٢٠٢١م په اکټوبر مياشت کې نندارې ته وړاندې شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...