د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د وتلو د ارزونې په لړ کې یې د لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو مهم پړاو بشپړ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند شان پرنیل ویلي چې دا ارزونه د ډونالډ ټرمپ په امر پیل شوې او هدف یې دا دی چې د وتلو بهیر په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي. د هغه په خبره، په دې بهیر کې د امریکا د پوځ له مخکښو قومندانانو سره مرکې شوې او ترڅنګ یې میلیونونه اسناد هم ارزول شوي، څو یو دقیق او هر اړخیز انځور تر لاسه شي.
د ویاند په وینا، تمه کېږي چې دا ارزونه به د امریکا د معاصر پوځي تاریخ له تر ټولو جامع راپورونو څخه وي، چې پکې به د پرېکړو نیمګړتیاوې او تېروتنې په روښانه ډول په ګوته شي.
هغه ټینګار کړی چې د دې ارزونې اساسي هدف دا دی چې راتلونکې کې د ورته ناکامیو مخه ونیول شي او د پوځي عملیاتو د مدیریت لپاره اغېزمنې لارې چارې وموندل شي. دا بهیر وروسته له هغې لا جدي شو، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنه رامنځته شوه او لسګونه کسان پکې ووژل شول.
چارواکي وایي چې، د دې ارزونې پایلې به په راتلونکو میاشتو کې د امریکا د دفاع وزیر او ولسمشر ته وړاندې شي، څو پر بنسټ یې راتلونکې پرېکړې لا دقیقې او مسؤلانه وشي. د پنټاګون په باور، دا راپور به نه یوازې د افغانستان د وتلو په اړه پوښتنو ته ځواب ووایي، بلکې دا به هم روښانه کړي چې څنګه امریکا کولی شي په راتلونکو بحراني حالاتو کې له ورته غمیزو ځان وساتي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس