د امریکا مرکزي قومندانۍ يا سنټکام ویلي، چې د ایران د بندرونو پر وړاندې اعلان شوی نظامي کلابند په بشپړ ډول عملي شوی دی او امریکايي ځواکونه په سیمه کې پر سمندري ځواک برلاسی دي. د دې قومندانۍ په وینا، دا اقدام د سیمهییز امنیت د ټینګښت او د سمندري تګ راتګ د کنټرول په هدف ترسره شوی دی.
سنتکام پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د محاصرې له پیل څخه په تېرو ۳۶ ساعتونو کې د ایران ټول سمندري واردات او صادرات درول شوي دي. راپورونه ښيي چې د ایران شاوخوا ۹۰ سلنه اقتصاد پر نړیوال سمندري تجارت ولاړ دی، او د دې بهیر درېدنه کولی شي د ايران پر اقتصادي وضعیت جدي اغېز وکړي.
له بلې خوا، د ایران سپاه پاسداران تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د ایران د بندرونو په شاوخوا کې هر ډول نظامي اقدام به بېځوابه پاتې نه شي. دوی ټینګار کړی چې په سیمه کې به «هیڅ بندر» خوندي نه وي، چې دا څرګندونې د سیمې د احتمالي کړکېچ د لا پراخېدو اندېښنې زیاتوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس