د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د وروستیو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو اغېزې لا هم پراخېږي او د زیانمنو خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
مرستندویه ادارې وایي چې په ځینو سیمو کې لا هم د دقیقو معلوماتو راټولول روان دي، ځکه چې ځينو سيمو ته لاسرسی محدود دی او بیړنیو مرستو ته سخته اړتیا لیدل کېږي، روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ ارزيابي شوی، په ځانګړي ډول د امېندوارو ښځو، ماشومانو او بېځایه شویو کورنیو لپاره.
د راپورونو پر اساس، ګرځنده روغتیايي ټیمونه هڅه کوي چې اغېزمنو سیمو ته خدمات ورسوي، خو د امکاناتو کمښت او د لارو خرابوالی د دې سبب شوی چې د مرستو رسولو بهیر ستونزمن کړي.
بل لور ته، نړیوالې مرستندویه ادارې د بیړني تمویل غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې زیانمنو خلکو ته د خوراکي توکو، سرپناه، پاکو اوبو او رواني ملاتړ رسول ډېر مهم دي.
د دوی په وينا کې بېړنی ملاټر ترسره نشي، د ناروغیو د خپرېدو خطر به نور هم زیات شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس