Home » افغانستان » د افغانستان پېژندلی شوی خبریال «عبدالحمید مبارز» مړ شو

د افغانستان پېژندلی شوی خبریال «عبدالحمید مبارز» مړ شو

د افغانستان مشهور خبریال او د اطلاعات او فرهنګ پخوانی مرستیال، عبدالحمید مبارز مړ شو.

د ښاغلي مبارز لور نیلاب مبارز نن یکشنبې د وري ۱۹مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پلار یې په کابل کې مړ شوی دی.

اغلې مبارز ویلي چې د عبدالحمید مبارز د جنازې مراسم به نن غرمه د کابل ښار په «قول اب چکان» سیمه کې ترسره شي.

عبدالحمید مبارز په هېواد کې د ورځپانې لیکلو په برخه کې پېژندل شوې څېره وه او کلونه یې د افغانستان د دولتي ورځپانې انیس مرستیال، د باختر خبري اژانس رییس او د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې د مشر په توګه کار کړی و.

مبارز همداراز د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین هم تېر شوی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د تخار – بدخشان لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې

د بدخشان مسوولینو د سیلابونو ...