Home » فرهنګی او ټولنیز » د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ د علومو زدکړه اسانه کوي
Pashto
Pashto

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ د علومو زدکړه اسانه کوي

نن د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ۱۹۹۹ کال د فبرورۍ ۲۱مه د یونسکو له خوا په دغه نوم ونومول شوه چې هر کال په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږي.

مورنۍ ژبه هغه ده چې ماشومان یې له خپلې مور او کورنۍ څخه زده کوي او خبرې پرې کوي.
انکشافي ارواپوهنه ښیي، هغه علومو چي په پردۍ ژبه په لس ځله ویلو نه زده کېږي په مورنۍ ژبه په یو یا دوه ځله زده کېږي.

دا د هر شخص حق دی چې په خپله مورنۍ ژبه زدکړې وکړي، ځکه په مورنی ژبه سم پوهېدونکی، ویونکی او لیکونکی نورې ژبې په اسانه زده کوي له هر ډول متنونو په اسانه توګه مفهوم اخلي.

په مورنۍ ژبه تحقیق او تخلیق مناسب او ګټور وي او همداراز یوازې د ماشومانو لپاره نه بلکې د یو ملت لپاره هم زیات ارزښت لري.

د پوهانو په وینا چې په مورنۍ ژبه ډېری فرهنګي میراثونه هغه وخت پېژندل کېدای شي چې اصلي ژبه یې ژوندۍ وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي: “کلتوري او ژبنۍ تنوع د باثباته او سوله‌ییزو ټولنو لپاره مهم رول لري.”

بلخوا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ویلي چې نن ورځ ۲۵۰ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان له ښوونځیو بې برخې او ۷۶۳ میلیونه نور د سواد زده‌کړې په اساسي مهارتونو کې لاسرسی نه لري.

د مورنۍ ژبې د نمانځلو څخه اساسي موخه دا ده چې په نړۍ کې موجودې ژبې ژوندۍ وساتل شي او د پراختیا لپاره یې هڅې وشي.

د دې ورځې په اړه د پښتو ژبې لیکوال ګل اغا احمدي وایي: “د خوښۍ ځای دی چې په معاصره نړۍ کې انسانان د مورنۍ ژبې په نوم یوه داسې نړیواله ورځ لري چې په ملگرو متلونو کې ثبت ده او انسانان یې په نړیواله کچه نمانځي.”

نوموړی زیاتوي: ”دا د هر انسان، انساني، خدایي، ملي او نړیوال حق دی چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي، ویې لولي، ویې لیکي، څېړنه پرې وکړي او ژوندۍ یې وساتي.”

په ورته وخت کې د افغانستان د علوم اکاډمي یو غړی، شریف الله دوست سرواني په دې اړه وایي: “مورنۍ ژبه هغه ده چې کوچنی یې له خپلې مور څخه زده کوي او د لومړۍ مرحلې ژبه وي.”

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

غږیزه ککړتیا؛ هغه ستونزه چې هېوادوال یې سخت په تنګ کړي

غږیزه ککړتیا، هغه ناراحت کوونکي ...