نن د فبرورۍ ۲۰مه د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ ده. په ۲۰۰۷ کال کې ملګرو ملتونو دا ورځ له ټولنیزو بې عدالتیو سره د مبارزې په موخه د ټولنیز عدالت د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.
له ۲۰۰۷ کال وروسته په ټوله نړۍ کې دا ورځ له بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي او په ټولنو کې د نړیوال عدالت د تامین په موخه د بېلابېلو کمپاینونو له لارې نمانځل کېږي.
ټولنیز عدالت یو پراخ مفهوم دی، خو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له مخې، چې ټول خلک خپلواک او د برابرو حقونو او وقار سره زیږیدلي دي، او د هر شخص یا بنسټ لخوا هر هغه عمل چې د خلکو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي، غندل کېږي.
د بشری حقونو په نړیواله اعلامیه راغلي چې هېڅوک د ‘نسل، رنګ، جنس، ژبې، مذهب، یا بل عقیدې، زیږون یا ټولنیز موقف، یا وړتیا’ له امله له نورو څخه لوړ نه دی.
پوهان په دې باور دي چې په هېواد کې د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل شوی او هم د منظمو موخو د تحقق لپاره لاره پرانیزي.
د بشري حقونو او رسنيو د څار بنسټ مشر، عزت الله اکبري له رویداد سره په مرکه کې وويل: “ټولنيز عدالت په ټولنيزو برخو کې د حقوقو او امتيازاتو د تناسب رعايت دى.”
د هغه په وينا، د هېواد ټول وګړي له مذهبي، نژادي، قومي، ژبني او مذهبي مسايلو پرته يو شان حقونه لري له همدې امله بايد د خلکو ټولنيز حيثيت ته زيان ونه رسېږي.
هغه زیاتوي چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د ملګرو ملتونو د منشور له مخې باید ټول خلک یو شان ټولنیزې ګټې ولري.
په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله، زرلښته فیضي وايي: عدالت نه یوازې اخلاقي او ټولنیز اصل دی، بلکې یو دیني اساس هم لري، چې ارزښت یې په ټولو اسماني دینونو او حقوقي نظامونو کې په ځانګړې توګه د بشري حقونو په نظام کې لوړ دی. “
د کارپوهانو په اند، د ټولو خلکو برابرو حقونو ته درناوی د بېوزلۍ په له منځه وړلو، ټولو خلکو ته د کارموندنې، د جنسیتي برابرۍ او ټولنیزې هوساینې ته د لاسرسي او د ورځني عدالت په تامین کې اغېزمن رول لوبولی شي.