Home » اقتصادی » هلمند کې له۵۰۰ بېځایشو کورنیو سره مرسته وشوه
رویداد خبري آژانس

هلمند کې له۵۰۰ بېځایشو کورنیو سره مرسته وشوه

په هلمند کې د ورستیو جګړو له امله بېځایه شو ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي الحاج محمد کریم اتل په خپل شخصي لګښت پرون دوشنبې په ورځ، د نومبر۱۷ (لړم۲۷) د بیځایشو کورنیو سره مرسته وکړه.

دا هغه کورنۍ دي چې په دې ورستیو کې د جګړو له امله دخپلو کورونو څخه بیځایه شوي دي.

یادي مرستي چې پکې بېلابیل خوراکي اوغیري خوراکي توکي شامل دي هغه اړمنو کورنيوته چې تر اوسه يې هیڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې وویشل شوه.

یاد بیځاشوي کورنۍ وايې جنګ په ساړه ژمي کي ورڅخه دکورونو ټول توکي پریښي او په داسي حال کې د خپلو کورونو څخه شړل شوي چې یوه جوړه کالي يې په غاړه کې راوړي نور د ژوند کولو ټول اړین توکې ورڅخه پاته شوي.

او اوس مهال په سخت حالت کې د ژوند شپې او ورځي تیر وي . دوي ددولت، مرستندویه موسیساتو او شتمنو څخه غوښتنه کوي چې دبېځایه شوو کورنیو سره مرسته وکړي او اړ تیاوي په نظر کې ونیسي.

دیادو مرستو دویش پر مهال په ولسي جرګه کې دهلمند دخلکو استازي محمد کریم اتل رسنیو ته وویل چې دا مرستي د خپلې انساني عطفې له مخي دهغه کورنیو سره کوي چې په دې ورستیو کې د جګړو له امله دهلمند دبیلابیلو سیمو او ولسوالیو څخه مرکز لښکرګاه ښارته راکډه شوي دي ، او اوس مهال دسخت حالت سره لاس اوګریوان دي.

اتل له نور شتمنو او تجارانو هم وغوښتنه وکړه چې د بیځایه شوي کورنۍ له یاده ونه باسي ، اوتر خپله وسه ورسره مرستي تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره سپټمبر میاشت کې د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه پر یو شمېر سیمو پراخ بریدونه وکړل چې څو اونۍ جګړه روانه وه.

د یادې جګرې پر مهال لښکرګاه ښار ته نژدې یو شمېر سیمې هم سقوط شوې چې افغان ځواکونو یې د بیرته نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د افغان چارواکو او بهرنیو ادارو د معلوماتو په اساس په هلمند ولایت کې د وروستیو جګړو له امله څه باندې ۱۰زره کورنۍ بېځایه شوي دي.

د هلمند ګاونډ کې کندهار هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې تر یاد ولایت وروسته پکې جګړو زور واخیست.

د چارواکو په وینا د کندهار، ارغنداب، میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالۍ د طالبانو او امنیتي سرتیرو ترمنځ د سختو نښتو شاهدې وې.

په کندهار کې د وروستیو جګړو له امله د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو خبر ورکړل شوو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...