Home » اقتصادی » پاکستاني سوادګر: دافغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته جدي اړتیا ده
رویداد خبري آژانس

پاکستاني سوادګر: دافغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته جدي اړتیا ده

پاکستاني سوداګر وایي له افغانستان سره دې د سوداګرۍ په برخه کې ټول شته خنډونه له منځه یوړل شي.

د سرحد د سوداګرۍ او صنعت د خونو مسوول شېرباز بېلور وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته جدي اړتیا ده.

د شېرباز په خبره، افغانستان او پاکستان باید وکړی شي چې ان تر مرکزي اسیا او د پاکستان تر سمندري بندرونو پورې د سوداګرۍ او سوداګریزو کاروانونو په لار کې ټول خنډونه له منځه یوسي.

دده په خبره په سیمه کې باید سوداګري وغوړېږي او دا د پاکستاني او افغان حکومت جدي اقداماتو ته اړتیا لري.

بېلور وایي چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه له منځه وړل کېږي نو ددواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ کلنۍ کچه پنځو میلیاردو ډالرو ته رسېدلی شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...