Home » سیمه او نړی » عایشه وهاب د امریکا کانګرس ته د دوو کلونو لپاره بیا بریالۍ شوه
عایشه وهاب

عایشه وهاب د امریکا کانګرس ته د دوو کلونو لپاره بیا بریالۍ شوه

افغان‌الاصلې امریکایي سیاستوالې عایشه وهاب د امریکا د منځمهاله ټاکنو پر مهال د کالیفورنیا ایالت د ۱۴مې حوزې د استازو جرګې څوکۍ وګټله او د کانګرس لپاره یې د دوو کلونو بشپړه دوره ترلاسه کړه.

وهاب د خپلې سیالې میلیسا هرنانډز په وړاندې بریا ترلاسه کړه. نوموړې د امریکا د استازو جرګې ته د لومړۍ افغان‌الاصله غړې په توګه لار موندلې ده.

عایشه وهاب تر دې وړاندې د هیوارډ ښاروالۍ شورا غړې او د کالیفورنیا ایالت سناتوره وه.

نوموړې د روان کال په اګست میاشت کې هم د همدې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوې وه او اوس یې د نومبر په ټاکنو کې د بشپړې دوه کلنې دورې لپاره خپله څوکۍ وساتله.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

امریکا افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږد پلان ځنډولی

د امریکا یوې فدرالي محکمې ...