د امریکا یوې فدرالي محکمې د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پلان په لنډمهالي ډول ځنډولی، چې له مخې یې ټاکل شوې وه یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د نیویارک فدرالي محکمې قاضي والري کاپروني د نومبر په درېیمه د دغه پلان د ځنډولو حکم صادر کړی دی.
د راپورونو له مخې، د محکمې دغه حکم به تر راتلونکې شنبې پورې نافذ وي او په دې موده کې به د افغان کډوالو د لېږدولو پلان عملي نه شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس