د افغانستان سرپرست حکومت وايي، دوی تر اوسه ۱۴ هېوادونو ته خپل ډیپلوماتان لېږلي او هڅې روانې دي چې د نورو ډیپلوماتیکو مرکزونو کنټرول هم ترلاسه کړي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې د تېر حکومت ډیپلوماتان له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. نوموړي ...
Read More »Yearly Archives: 2023
تېر کال ۱۱ ميليارده افغانۍ عواید له حیرتان ګمرک څخه ترلاسه شوي
د بلخ ولایت د حیرتان د ګمرک رییس وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې څه باندې ۱۱ میلیارده افغانۍ عواید د ګمرګ له لارې ترلاسه کړې دي چې ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړی زیاتوي چې د دې عوایدو ډېره برخه د وارداتو له لارې لاسته ...
Read More »د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ دویمه شل اوریزه سیالۍ نن ترسره کیږي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن شپه د پاکستان پر وړاندې خپلې دویمې نړیوالې شل اوریزه لوبې ته پوره چمتووالی لري. ټاکل شوې دواړه لوبډلې، نن شپه د کابل پر وخت اته نیمې بجې د شارجې د کرکټ په نړیوال میدان کې سره لوبه وکړي. افغانستان ...
Read More »روسیه په بېلاروس کې اټومي وسلې ځای پر ځای کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، هېواد به یې بېلاروس کې خپلې تکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي. د روسیې دولتي رسنیو په وینا ښاغلي پوتین دا ګام د امریکا لخوا اروپا کې د خپلو وسلو ځای پر ځای کېدو سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې دا ...
Read More »اروپايي ټولنه: د افغانستان په سوله او ثبات کې د ګاونډیو ونډه مهمه ده
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د افغانستان ګاونډیان د دې هېواد په سولې او ثبات کې مهمه ونډه لري. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په دې هېواد کې د سولې و ثبات د ټینګښت په برخه کې د ګاونډیو او سیمې ...
Read More »په کونړ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۳ کسان مړه شوي
د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تر سخت اورښت وروسته د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې ۳ وړې نجونې مړې شوې دي. په کونړ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، دغه چت سهار وختي درې بجې پرېوتی، چې په نتیجه کې یې ...
Read More »د ایران د دفاع وزارت پر تاسیساتو هوايي بریدونه شوي دي
د ایران په بېلا بېلو سیمو کې د دفاع وزارت پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو لخوا هوايي بريدونه شوي دي. د ایران دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه تېره شپه په شاوخوا ۱۲ بجو شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې په اصفهان کې د دفاع ...
Read More »خلیلزاد: د ښځو د لوړو زدهکړو ځنډولو اراده لنډمهالې نهده
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د منع کېدو په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه څرګندوي چې د ښځو د لوړو زدهکړو ځنډولو اراده لنډمهالې نهده. نوموړي پر ټویټر لیکلي، دا پرېکړه دا هم په ...
Read More »هېواد کې د اورښتونو له امله د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي
ټولګټو چارو وزارت وايي، د تېرې ورځې راپدېخوا د درنو واورو ورېدو له امله د یو شمېر ولایتونو لارې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بند شوې دي. د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح ویلي چې یادې مواصلاتي لارې په بامیان، سرپل، بلخ او فراه ولایتونو کې د واورې ...
Read More »د لومړي ځل لپاره له نبي پرته ملي لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه. د کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکې فبروري میاشت کې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او د یاد هېواد پر وړاندې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس