Home » 2023 (page 41)

Yearly Archives: 2023

د کابینې پریکړه: د لويو لارو په هر ۱۰۰ کيلو مترۍ کې دې جوماتونه جوړ شي

د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې په هرو سلو کیلومترو کې دې یو جومات جوړ کړی شي. د باختر خبري اژانس وایي، د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل ...

Read More »

له سرپرست حکومت څخه د بشري حقونو د ادارې غوښتنه: نيول شوي فعالان ژر تر ژره را خوشې کړئ

په نږدې یوه اوونۍ کې د افغانستان دننه د بشري حقونو او تعلیم د پنځو فعالانو د نیولو پېښې ثبت شوي دي. د سرپرست حکومت له‌خوا دغو توقیفونو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې تېر ماښام په یوه اعلامیه کې وویل، نیول شوي ...

Read More »

د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو غونډه کې د افغانستان د استازي له ګډون پرته د افغانستان پر وضعیت هم بحث شوی

د هند پلازمېنه نوې ډیلي کې د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو کوربه وو. په دې ناسته کې د مرکزي اسیا د هېوادونو استازو په حضوري او د پاکستان او چین استازو هم په دې غونډه کې په انلاین ...

Read More »

د خوړو نړيوال پروګرام خبردارۍ: که بېړنۍ مرسته را‌نه‌کړل شي، افغانستان کې د مرستو بهير دروو

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونه‌شي، په راتلونکو څو ورځو کې د مرستې رسونې او نهه میلیونه بې‌وزله کسانو ته د خوراکي توکو مرسته دروي. دغې ادارې د چهارشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، سم‌لاسي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې، په ...

Read More »

ټاکل شوې نن د شانګهای سازمان غړو هېواودنو غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث وشي

افغانستان به د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهممه موضوع وي. په دغه غونډه کې چې د هند پلازمېنه نوی ډیلی به یې کوربه وي، د دې سازمان د امنیت شورا مسوولین له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره موادو د ...

Read More »

په دو ورځو کې تر ۵۵۰۰ ډېر کډوال ایټالیا ته رسېدلي دي

د ايټاليا حکومت د معلوماتو له مخې تېره اونۍ ۵۵۷۳ کډوال د دغه هېواد جنوبي ساحلونو ته رسېدلي دي. د شمېرو له مخې د جنورۍ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۷ زره کډوال راجستر شوي چې د تېر کال په پرتله کابو څلور چنده دي. د مدیترانې لارې ...

Read More »

پاکستان د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي

پاکستان ویلي دي چې روانه اوونۍ د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي. د امریکایي ولسمشر جو بایډن ادارې ۱۲۰ نړیوالو مشرانو ته د مارچ پر ۲۹مه او ۳۰مه په واشنګټن کې په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د کوسټا ریکا، ...

Read More »

د پرتګال پوليسو يو افغان کډوال د اسماعيليانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو په وژنه تورن کړی

د پرتګال پولیسو په پلازمېنه لیزبون کې یو افغان کډوال د اسماعیلیانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو پر وژنه تورن کړی دی. پولیسو ویلي، کله چې له دې اسلامي مرکز څخه د مرستې لپاره غوښتنه وشوه، نو پولیس افسران هلته دا افغان کډوال په داسې حال کې ولیده ...

Read More »

د افغان تنکیو ځوانانو د کرکټ لوبډله پایلوبې ته لار ومونده

د افغانستان د کرېکټ له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له سريلانکا او بنګله دېش سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې یو ځل بیا سریلانکا ته په ۴ منډو ماته ورکړه او په دې توګه د دغو سیالیو پایلوبې ته ورسېده.‌ دا پنځوس اوریزه لوبې د متحدو عربي اماراتو ...

Read More »

هلمند کې د رمضان جام په نوم د فوټسال شپنۍ سیالۍ پیل شوې

دا سیالۍ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هلمند سټار په نوم مرکزي جمنازیوم کې پیل شوې. ځايي مسوولین وايي، د یادو سیالیو هدف د ځوانانو ترمنځ یووالی او ورزش ته هڅول دي. د رمضان جام په نوم دې سیالیو ته هره شپه سلګونه ځوانان د نندارې لپاره ورځي. ...

Read More »